په ننګرهار کې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د جلالاباد ښاروالۍ طالب چارواکي د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت لاسيپلورونکو ته پر عمومي سړکونو او لارو د باج ورکولو په بدل کې د کارکولو اجازه ورکړې او په وینا یې، دې چارې په یاد ښار کې ګڼه-ګوڼه زیاته کړې ده.
سرچینو د پنجشنبې په ورځ ( د کب ۷مه) افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، طالبانو یو شمېر عمومي سړکونه او لارې د ترافیکو پر مخ تړلي چې ولس یې له جدي ننګونو سره مخ کړی او د ښار نظم یې ګډوډ کړی دی.
سرچینې زیاتوي، طالبان د هرې کراچۍ پر سر له لاسيپلورونکو پیسې اخلي او هغوی چې جلالاباد ښاروالۍ لپاره د دغې ډلې غړو ته باج ور نهکړي پر سړکونو او لارو د کار کولو اجازه نهورکول کېږي.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو په جلالاباد ښار کې له مخابراتو څلورلارې تر تالاشۍ څلور لارې پورې چې سلګونه متره لاره ده د ترافیکو پرمخ تړلې او لاسي پلورونکو ته یې د کار کولو اجازه نهده ورکړې.
د سرچینې په خبره، طالبانو لاسيپلورونکو ته له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د سړک پر غاړو د کار اجازه ورکړې، خو دا چې طالب مسوولین له لاسيپلورونکو څومره پیسې اخلي په دې تړاو کره معلومات نهلري.
افغانستان انټرنشنل-پښتو د دې موضوع په تړاو په ننګرهار کې د طالبانو د ښاروالۍ او اطلاعاتو کلتور ریاست له مطبوعاتي مسوولانو سره اړیکه نیولې، خو هغوی ورته له ځوابویلو ډډه کړې ده.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له یوه لوري لوږه، بېکاري او اقتصادي ستونزې پراخې شوې، له بل لوري دغه ډله له خلکو او کاروباریانو د باجاخېستنې لړۍ چټه کړې چې ولس یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.