د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د نیولو لپاره د ټاکل شوي انعام د لغوه کولو له اعلان سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې حقاني شبکه د واشنګټن د ترهګرۍ په لېست کې د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه پاتې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ای ایف پي خبري اژانس ته تایید کړه چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د نیولو لپاره د ټاکل شوي انعام لرې کول د ترهګرو له لېست څخه د حقاني شبکې د اېستلو په معنا نه لري.
تېره اونۍ امريکا له لېست څخه د سراج الدين حقاني نوم، چې د نيولو پر سر يې لس ميليونه ډالره انعام ټاکل شوی و او همدا راز د يحيى او عبدالعزيز حقاني نومونه چې د نيولو لپاره يې پنځه ميليونه ډالره انعام ټاکل شوى و، له لېست څخه لرې کړل. چې د امریکا دغه اقدام له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ شو.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ له «العربیه» سره په مرکه کې ویلي وو چې له امریکا سره د طالبانو دښمني دایمي نه ده.
مجاهد ویلي: "کابل هڅه کوي چې د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون له ټولو هېوادونو سره متوازنې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري."
مجاهد دا هم ویلي، چې دغه ډله له امریکا سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو هڅه کوي.
تېره اونۍ د مارچ په ۲۰ نېټه د زندانیانو په چارو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډنلډ ټرمپ سلاکار اډم بولر، د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او یو شمېر نور امریکايي استازي کابل ته سفر کړی وو او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدلي وو.
یاده دې وي چې په دغه کتنه کې هم متقي امریکايي پلاوي سره خبرو کې ویلي وو " پکار ده چې دواړه هېوادونه د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځي او له يوه بل سره مثبتې سياسي او اقتصادي اړيکې ولري."