له پاکستانه راپورونه وايي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د وروستيو عملیاتو په ترڅ کې ۹۲۳ افغان کډوال د ګلرا پنډغالي ته لېږدولي او د هغوی لهمنځه یې ۲۱۳ افغانستان ته جبري لېږلي دي.
ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې وړمه ورځ د راولپېنډۍ له ګلرا کمپ څخه لږ تر لږه ۲۲ افغان کډوال په تېښته بریالي شوي دي.
سرچنې وايي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۹۲۳ افغان کډوال نیولي او راولېپنډۍ ته نږدې په ګلرا کمپ کې یې ساتلي دي.
د دغه هېواد د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د یادو کډوالو په منځ کې ۸۶ کسانو یې پاسپورټونه او وېزې درلودې او ۱۱۶ د افغان کډوالو اېسيسي (ACC) کارټونه درلودل.
همداراز، د دې کسانو په منځ کې ۲۹۰ یې د استوګنې پياوار (POR) کارټونه درلودل چې د پاکستان د حکومت لهخوا د ټاکل شوي ضرب الاجل له مخې باید د جون تر پایه له دغه هېواده ووځي.
سرچینو لیکلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ټاکل شوي اعلان له پلان سره سم د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لپاره لازم چمتووالی نیولی دی.
پاکستانۍ رسنۍ زیاتوي چې په راولپنډۍ کې د کډوالو له ګلرا کمپ سره نښول شوې لار دا مهال د «سرې کرښې» په توګه تر جدي امنیتي تدابیرو لاندې ده.
سرچینې وايي چې د پولیسو له چارواکو څخه غوښتل شوي چې د لټون او نیولو عملیاتو پرمهال شاوخوا سیمې په سمه توګه محاصره کړي.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، پولیسو ته سپارښتنه شوې چې د عملیاتو په سیمو کې امنیتي کمربندونه رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان کډوالو لپاره د پاکستان له اسلاماباد او راولپېنډۍ څخه په خپله خوښه د وتلو وروستۍ نېټې ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.
د پاکستاني حکومت له نوي پلان سره سم، یوازې هغه افغان کډوال چې د اعتبار وړ وېزې لري کولای شي په دغو دوو ښارونو کې ژوند وکړي.
سره له دې چې د بشري حقونو ډېرو بنسټونو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان پر وروستیو ځپونکو اقداماتو نیوکې کوي او دا له کډوالو سره ناوړه چلند بولي، خو د دغه هېواد امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې خپل اقدامات نور هم جدي کوي