الجزیرې په غزه کې د روغتیایي کارکوونکو په حوالې راپور ورکړی، چې تېره ورځ سې شنبه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۳۷ فلسطینیان وژل شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.
له بل پلوه اسراییل په سوریه کې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی، چې یوازې په درعا ښار کې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي دي.
قطر او سعودي عربستان بیا پر سوریې د اسراییل بریدونه غندلي دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر دې دمه لږ تر لږه ۵۰،۱۴۴ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳،۷۰۴ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس په مشرۍ د بریدونو په ترڅ کې په اسراییل کې لږ تر لږه ۱،۱۳۹ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ څخه زیات یرغمل شول.
له هغه وروسته اسراییل پر غزې پراخ مرګوني بریدونه پیل کړل.
له بل پلوه مصر د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د نوي کولو لپاره یو وړاندیز کړی دی.
په دغه وړاندیز کې د اسراییلي بندیانو تدریجي خوشې کول او د غزې له تړانګې څخه د اسراییلي ځواکونو وتل شامل دي.
دغه وړاندیز داسې مهاال کېږي، چې قاهره د زیاتېدونکي فشار سره مخ ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مصر غوښتنه کړې، چې د غزې بې ځایه شوي فلسطینیان ومني.