ډېپلومات مجله په یوه مطلب کې وايي چې ازبکستان له طالبانو سره په اړیکو کې له امنیتي محوره سیاست څخه د عملي او اقتصاد محوره سیاست پر لور روان دی.
د دغه مطلب لیکوالان وايي، تاشکند د قوشتپه پروژې د پليکېدو ملاتړ کوي، خو دا ملاتړ به د نړۍوالو معیارونو د رعایتولو، د اټکلي چاپېریالي ګواښونو د کمښت ډاډمنولو او د ټولو اړوندو اړخونو لپاره د اوږدمهاله ګټو د تضمینولو په شرط وي.
د مطلب لیکوالانو د قوشتپې کانال پروژه د دوهاړخیزې همکارۍ لپاره یو احتمالي ټکی بللی او ویلي یې دي چې د دغه کانال اوبه به د پولې دواړو غاړو ته مېشت ازبکان تغذیه کړي.
د تاشکند د نړۍوالو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې د افغانستان او سوېلي اسیا د مطالعاتو مرکز مشر حمزه بولتایف او د دغه مرکز لوړپوړي څېړونکي اسلامخان غفاروف د «افغانستان په شمال کې د ازبکستان د تحول ستراتېژي» تر سرلیک لاندې مطلب کې له طالبانو سره د تاشکند له امنیتي محوره سیاست څخه عملي او اقتصادي محوره سیاست ته، بحث کړی دی.
د ډېپلومات مجلې مطلب چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، لیکوالانو یې ویلي چې تمه کېږي له طالبانو سره د ازبکستان اړیکې به په ۲۰۲۵ کال کې لوړې کچې ته ورسېږي.
دوی ویلي، تېرکال طالبانو او ازبکستاني چارواکو اعلان وکړ چې دوی غواړي خپل دوه اړخیز سوداګریزې راکړېورکړې تر ۳ مېلیارده ډالرو پورې لوړې کړي او په وینا یې، په مزار شریف کې د ۲۲۰ مربع متره په مساحت د ازبکستان سوداګریز مرکز جوېدل، د ټرانس-افغان ټرانسپورټي دهلیز د پليکېدو له هڅې سره یوځای، ښايي د دواړو خواوو ترمنځ عملي دوهاړخیزه همکاري نوره هم پیاوړې کړي.
د دغه مطلب لیکوالانو حمزه بولتایف او غفاروف په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې ازبکستان د خپلو ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان پر وړاندې فعال بهرنی سیاست تعقیب کړی دی.
ډېپلومات مجله وړاندې وايي چې د افغانستان په تړاو د تاشکند بهرنی سیاست په عمومي ډول پر شمالي ولایتونو متمرکز دی او په وینا یې، له تاریخي پلوه، دواړه خواوې د امو سیند پر غاړه له قومي، تاریخي او کلتوري نظره ژورې اړیکې لري.
د افغانستان بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپُل، تخار او کندوز ازبک مېشت ولایتونه، له اوږدې مودې راهیسې له ماوراءالنهر تمدن سره تړاو لري.
ډېپلومات مجلې په پای کې لیکلي چې ازبکستان د افغانستان خاوره د منځنۍ اسیا د پراخې سیمې د یوې لویې برخې په توګه په رسمیت پېژندلې ده.
د یادونې ده چې ازبکستان د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نهپېژنې، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې دواړه خواوې پراخې اقتصادي اړیکې پالي.