له پاکستانه په زوره اېستل کېدونکي افغان کډوال په تورخم ښارګوټي کې د جوړ شوي پنډغالي دننه د سرپناوو له نشتوالي او د لومړنیو خدمتونو له کموالي شکایتونه لري.
د بيبيسي انګریزي څانګې د راپور له مخې، ډېری اېستل شوي افغانان چې اوس د تورخم ښارګوټي په پنډغالي کې دي؛ له سختو شرایطو شکایت لري. د سختې ګرمۍ، دوړو او د مناسبو خېمو یا سرپناوو نه لرلو له امله د دوی ژوند لا نور هم سخت شوی دی.
ډېرې کورنۍ چې لرو پرتو ولایتونو او سیمو پورې تړاو لري اړ دي، چې په دغه پنډغالي کې د ډېرې مودې لپاره پاتې شي.
په تورخم کې د کډوالو اړوند د طالبانو د خدمتونو یو مسوول بخت جمال ګوهر بيبيسي ته ویلي: «موږ ډېرې ستونزې حل کړې دي؛ خو کله چې دومره زیات خلک یو ځل راشي، نو طبیعي ده چې یو لړ ستونزې رامنځته کېږي. دا خلک شاوخوا ۲۰ یا ۳۰ کاله مخکې له افغانستانه وتلي وو او اوس هېڅ هم نهلري. نه کور لري، نه شتمني. د ډېرو کورونه په جګړو کې وران شوي دي».
طالبان وایي، چې هرې بېرته ستنېدونکې کورنۍ ته له ۴۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ افغانیو پورې نغدي مرسته ورکول کېږي؛ خو منتقدین وايي چې دا پیسې د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو او د نوي ژوند پیل لپاره کافي نه دي او په ځانګړې توګه په داسې هېواد کې چې اقتصاد یې د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
په راپور کې راغلي، ډېری بېرته راستانه شوي کسان له دې شکایت لري چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو اجازه نه ده ورکړې چې خپل کورني وسایل له ځان سره یوسي.
د بشري حقونو سازمانونه دا موضوع یوه لویه ستونزه بولي؛ خو د پاکستان چارواکو ویلي، چې د افغانانو د شتمنیو د لېږد د مخنیوي کومه رسمي تګلاره نه لري.
د سړک تر غاړې سوځنده لمر ته ناست یوه افغان بيبيسي ته ویلي: «زما بچي چې هلته (پاکستان) کې پیدا شوي، راته وايي چې هماغلته باید پاتې شوی وی. هلته زموږ کور و؛ خو اوس زموږ د اوسېدو اجازه پای ته رسېدلې ده. موږ نور هلته نشو پاتې کېدی. نور بیا هېڅکله پاکستان ته نه ځو».
افغانستان چې د طالبانو په واکمنۍ کې وار دمخه له اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی، باورونه دا دي چې د دغو کډوالو په ستنېدو سره به د لوږې کچه لا پسې ډېره شي.
نیوکې دا دي، چې طالبان یوازې په شعاري ډول له ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو خبرې کوي او دغه ډله په لازمه توګه د مرستو توان نه لري.
طالبانو همدا راز د ملګرو ملتونو په ګډون له بېلابېلو مرستندویه سازمانونو غوښتي، چې له پاکستانه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره دې ورسره همکاري وکړي.