په پېښور کې مېشت افغان سندرغاړي د خپلې کلتوري پېژندګلوۍ د ساتنې په اړه اندېښمن دي

۷ ساعتونه مخکې

په پېښور کې مېشت افغان هنرمندان د یو نامعلوم راتلونکې او خپلې کلتوري پېژندګلو د ساتنې په اړه ژور اندېښمن دي په ځانګړي توګه په داسې وخت کې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ روانه ده.

له هغه وروسته چې طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې یو ځل بیا پر افغانستان واک تر لاسه کړ، لسګونه سندرغاړي او موسیقي‌ جوړونکي پېښور ته کډه شوي څو خپل هنر ژوندی وساتي.

په دوی کې سندرغاړی او موسیقي جوړونکی حشمت امید هم شامل دی چې دا مهال په پېښور کې په یوه کوچني سټډیو کې د خپل هنر د دوام هڅه کوي.

نوموړي د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د موسیقۍ پر بشپړه بندیز د ده ژوند او هنر دواړه له ګواښ سره مخ شول چې له امله یې اړ شو خپل هېواد پرېږدي.

حشمت امید وایي، هغه هنرمندان چې شل - پنځه ویشت کاله یې د موسیقۍ برخه کې کار کړی، هغوی همدې برخه کې کار کولی شي.

د هغه په وینا، که دوی افغانستان ته بېرته ستانه شي نو د خپل ځان او کورنۍ د ساتلو لپاره هېڅ هم کولی نه شي، ځکه چې طالبانو پر موسیقۍ بندیز لګولی.

امید زیاتوي: «په افغانستان کې موسیقۍ ته اجازه نه شته، پر موسیقۍ بندیز دی. یو هنرمند چې ۱۵، شل یا دېرش کاله د موسیقۍ برخه کې کار کړی وي، هغه بل کار نه شي کولی.»

سندرغاړی حشمت امید د هغو زرګونو افغان کډوالو له ډلې څخه دی، چې د پاکستان له لوري د بې ‌اسنادو افغانانو د اېستل کېدو له اعلان وروسته یا په پټو ځایونو کې ژوند کوي او یا هم د پاکستان پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې غواړي ماشومان یې زده کړه وکړي مګر په خواشینۍ سره چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړې بندیز لګېدلی او د ماشومانو راتلونکی یې له ګواښ سره مخ دی.

امید وایي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته تللی.

هغه زیاتوي: «کله چې پاکستان ته ورسېدم د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د عالي کمیشنرۍ دفتر (UNHCR) ته ولاړم او ځان مې راجستر کړ او نه مې غوښتل چې پاکستان کې پاتې شم.موږ غوښتل داسې یوه هېواد ته ولاړ شو چې هلته زموږ موسیقي او د ماشومانو زده کړه پکې ښه مخ ته ولاړ شي.»

امید دغه راز زیاتوي، چې په پاکستان کې له یوې سټډیو سره همکاري لري او له ۱۸۰ څخه ډېرې سندرې یې ثبت کړي دي او د دې ترڅنګ یې د افغانستان او پاکستان سندرغاړو ته میوزیک ترتیب او ریکارډ کړی دی.

د هغه په خبره، د خپلو هنري فعالیتونو پر دوام یې یو شمېر فلمونو او ډرامو ته هم بګراوند میوزیک جوړ کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځل واک ته رسېدو راهیسې پر موسیقۍ او سندرغاړو سخت بندیزونه لګېدلي دي.

د طالبانو حکومت موسیقي حرامه بللې، د موسیقۍ الې یې ماتې کړي، د موسیقي ښوونځي یې بند کړي او ان په بېلابېلو پېښو کې یې هنرمندان هم ځورولي دي.

له همدې کبله ډېری افغان موسیقي‌ غږوونکي او سندرغاړي پاکستان ته کډه شوي او نشي کولای چې د دغو بندیزونو له کبله بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

طالبانو موسیقۍ غږوونکو ته دا هم په ډاګه ویلي، چې د دغه هنر پالل په اسلامي شریعت کې حرام کار دی او باید د نورو کارونو په موندلو سره له دې کسبه لاس واخلي.

نور خبرونه

رادیو