د پاکستان جنګ ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې له اختر وروسته به د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پاکستان ته سفر وکړي.
خو دغې ورځپاڼې دا نه دي ویلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ به په کومو موضوعاتو خبرې وشي.
ورځپاڼې کاږلي: «د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د ودې لپاره یو پلان جوړ شوی چې د پاکستان او طالبانو د سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ به له اختر وړاندې مشورې وشي او له اختر وروسته به د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پاکستان ته سفر وکړي.»
دغې ورځپاڼې دارنګه کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق د سفر ځیني پرمختګونه هم خپاره کړي دي.
ورځپاڼه همدا راز زیاته کړې، چې محمدصادق له طالب چارواکو سره د ترهګرو د پټنځایونو موضوع شریکه کړې ده.
د ورځپاڼې په وینا، د لومړي ځل لپاره د افغان طالبانو په منځ کې د ټيټيپي په اړه یو څه انعطاف لیدل شوی.
د باوري سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دې هوکړه شوې چې ډېر ژر به د پاک-افغان ګډې همغږۍ کمېټې غونډه راوبلل شي.
ورځپاڼې ویلي، چې د «JCC» د دوه اړخیزو ګډو همکاریو د همغږۍ ناسته به د اپرېل په میاشت کې په کابل کې ترسره شي.
سرچینو زیاته کړې ده، چې ځانګړی استازی به د ملکي او پوځي چارواکو سره یوځای په دې غونډه کې ګډون وکړي.
سرچینو دا هم ویلي، چې په دې غونډه کې به د ترهګرو د پټنځایونو او د هغوی د روزنیزو کمپونو په اړه له طالب چارواکو سره بحث وشي.
دا مهال د پاکستان او طالبانو حکومت اړیکې تر پخوا خړ پړ ښکاري او له سیاسي ناندریو نیولې بیا پر ډیورنډ کرښو تر نښتو پورې خبره رسیدلې ده.