پښتونخوا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امن کمېټې څلور غړي وژل شوي دي

پرون

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پښتونخوا کې د امن کمېټې څلور غړي وژل شوي.

خراسان ډایري لیکلي، د ټانک ولسوالۍ په ګل امام سیمه کې وسله والو د هدایت الله په نوم د امن کمېټې د یوه غړي کور ته ورغلي او یاد کس یې په ډزو وژلی دی.

خراسان ډایري زیاتوي چې د کوهاټ ولسوالۍ په ادم خېلو دره کې په دوه جلا پېښو کې د امن کمېټې دوه نور غړي، صمد او حسن هم د وسله والو کسانو له‌خوا وژل شوي دي.

بلخوا بیا د سوات پولیسو مشال راډیو ته ویلي چې د کبل سیمې د امن کمیټې پخوانی غړی سکندر بېګاه شپه د نامعلومو وسله والو له‌خوا وژل شوې دی.

د پولیسو قوماندان امجد علي وایي، چې د امن کمیټې د غړو وژل کېدل د سیمې ثبات او امنیت ته زیان لري.

وايي، د وژل شوي کس له چا سره شخصي دښمني نه وه، او دوی د دغې پېښې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې په پښتونخوا کې د وسله والو فعالیتونه د تېر په پرتله ډېر شوي او وخت ناوخت ترې د نا امنیو خبرونه ترلاسه کیږي.

پاکستاني چارواکي د دغو ناامنیو پړه پر افغان طالبانو وراچوي او ادعا کوي، چې ترهګرې ډلې له پولې پورې غاړه خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي.

خو طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو