پاکستاني رسنۍ جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د سند حکومت د بېاسناده او اېسيسي کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لپاره چمتووالی نیولی دی.
د دغو کډوالو اېستنه به د راروانې اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.
په راپور کې راغلي، چې دغه افغان کډوالو ته (د فبرورۍ له ۱۵مې څخه د مارچ تر ۳۱مې) پورې په خپله خوښه د ستنېدو وړاندیز شوی و.
د راپور له مخې، په دې برخه کې د سند حکومت یو د فدرالي حکومت په لارښوونه او د کورنیو چارو وزارت سره په مشوره یو امنیتي، عملیاتي او ستراتیژیک پلان چمتو کړی دی.
راپور زیاتوي، چې په ټول سند کې د کلیو او ولسوالیو په کچه کمیټې فعالې شوې دي او د دغه کډوالو د ساتلو لپاره ځیني مرکزونه هم جوړ شوي دي.
راپور وړاندې کاږي، هغه افغان بندیان چې د بند موده یې بشپړه شوې ده؛ هغوی به هم له زندانونو څخه دغه ځای ته راوړل شي.
دغه چمتووالی داسې مهال نیول کېږي، چې بېاسناده افغانانو او د اېسيسي کارت لرونکو افغانانو ته د پاکستان د حکومت لهخوا د ورکړل شوې مودې یوازې یوه اونۍ پاتې ده.
خو د دغې مودې تر بشپړېدو وړاندې هم همدا تېره ورځ پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې د تورخم دروازې د خلاصېدو په لومړۍ ورځ پاکستان څه باندې دوه زره افغان کډوال په جبري توګه له دغه هېواده و اېستل.
له بل پلوه هغه ۵۳ افغان ماشومان چې د اغزن تار په پرېکولو سره پاکستان ته د کار په لټه اوښتي وو؛ افغان طالبانو ته سپارل شوي دي.
دغه ماشومان د دواړو غاړو د قبیلو د جرګې او د ځایي امنیتي ځواکونو په مرسته د تورخم له لارې طالب چارواکو ته سپارل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري راپور ورکوي، چې دغه ماشومان د پاکستاني سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي وو او وروسته د دواړو هېوادونو د سرحدي چارواکو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته افغان لوري ته وسپارل شول.