سارا اډامس: افغان طالبانو د الجولاني ۱۰ زره وسله والو ته پوځي روزنه ورکړې

AP ۱۴۰۴ وری ۳

د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمس ادعا کوي، چې د سوریې د ابو محمد الجولاني لس زره وسله والو د القاعده ډلې په ملاتړ او د افغان طالبانو د حکومت په همکارۍ په افغانستان کې پوځي روزنې ترلاسه کړي دي.

سارا اډمس د امریکا په یوې ټلویزوني پروګرام کې ویلي، چې الجولاني د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې افغانستان ته سفر وکړ او د طالبانو له لوړپوړو مشرانو سراج الدین حقاني او ملا محمد یعقوب سره یې لیدنه وکړه.

د هغې په وینا، جولاني د دغو لیدنو پر مهال د طالبانو له مشرانو د خپلو وسله والو لپاره د روزنیزو مرکزونو ژمنه ترلاسه کړه.

دغه پخوانۍ استخباراتي ماموره همداراز ادعا کوي، چې الجولاني تر ۲۰۲۱مخکې د سوریې د حکومت د راپرځولو لپاره کافي نظامي ځواک نه درلود، خو د افغانستان له سفر وروسته د دوو کلونو په موده کې د ننګرهار ولایت په روزنیزو کمپونو کې ۱۰,۰۰۰وسله وال وروزل شول.

دا روزنه د القاعده ډلې د مشر حمزه بن لادن په مشرۍ او د طالبانو په همغږۍ ترسره شوه.

دغو وسله والو وروسته د بشار الاسد د رژیم پر ضد جګړه کې مهم رول لوبولی دی.

سارا اډمس دا هم ویلي، چې الجولاني د افغان طالبانو په څېر لوېدیځو هېوادونو ته دروغ ویلي او د واک تر ترلاسه کولو مخکې یې د یو ټولشموله حکومت ژمنې کولې، خو اوس د یو سخت دریځې اسلامي خلافت د جوړولو لپاره هڅه کوي، اقلیتونه او غیر اسلامي ډلې ځپي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان طالبانو هم د واک له ترلاسه کولو مخکې له نړۍوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه، چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي او نه به د بل هېواد پر ضد وکارول شي، خو د سارا اډمس څرګندونې ښيي چې د طالبانو عملي اقدامات د دوی له ژمنو سره په ټکر کې دي، چې دا موضوع د دوی د ریښتنو نیتونو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.

تر دې مخکې سارا اډمس ویلي و، چې سراج الدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعدې سره مرسته کړې ده.

نور خبرونه

رادیو