د عدالت لپاره انعام ادارې د حقاني نوم د تعقیب لاندې کسانو له نوملړ لرې کړ

۱۱ ساعتونه مخکې

د عدالت لپاره انعام اداره چې د مطلوبو کسانو اړوند مالومات خپروي، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر نوم یې له خپلې وېبپاڼې لرې کړی دی.

سراج الدین حقاني ته نږدې سرچینې هم وايي چې د نوموړي پر سر اېښودل شوې جایزه لغوه شوې، خو د امریکا بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو کې د هغه نوم لا هم شته.

د امریکا حکومت د افغان جمهوریت پر مهال د حقاني شبکې د مشر د نیولو پر سر لس میلیون ډالري جایزه اېښې وه.

خو د عدالت لپاره انعام په نوم ا داره چې امریکا ته د مطلوبو کسانو اړوند مالومات او پر دوی د اېښودل شوې جایزې مالومات خپروي، نن د حقاني اړوند مالومات لرې کړي دي.

حقاني ته نږدې سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا جایزه لغوه کړې ده.

نوموړي ته نږدې کسانو هم خواله رسنیو کې په پراخه کچه دا خبر خپور کړی دی.

خو له دې سره بیا هم د امریکا بهرنیو چارو، عدلیې وزارت او اېف بي ای وېبپاڼه کې د حقاني اړوند جایزه شته.

د سراج الدین حقاني اړوند د جایزې لرې کېدو دا خبره په داسې مهال ده چې نوموړی تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د منځني ختیځ هېوادونو ته لاړ او هلته یې له امریکايي چارواکو سره ولیدل.

همدارنګه دې وروستیو کې د نوموړي او د طالبانو د مشر هبت الله ترمنځ د اختلاف خبره هم کېږي.

نور خبرونه

رادیو