د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره لیدنه کې ویلي، د لارو بندول او تجارتي خنډونه جوړول د یوه لوري په ګټه هم نه دي او مسلې دې له یو بل سره نه تړل کېږي.
د نوموړي اشاره تورخم دروازې ته وه، چې پاکستان د پوستې جوړلو په غبرګون کې ۲۵ ورځې تړلې وه.
لاریو ته د تورخم دروازې تر پرانیستو یوه ورځ وروسته د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته پرون لاړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، چې امیرخان متفي او دغه پلاوی د سوداګرۍ، امنیت، سیاسي او اقتصادي همکاریو، دواړو لوریو ته د مساپرو پر تګ راتګ سره وغږېدل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر خان متقي په سوداګریزو لارو کې د خنډونو په له منځه وړلو ټینګار کړی او وايي، په ټرانزیټي لارو او سوداګریزو برخو کې خنډونه د هیڅ لوري په ګټه نه دي.
نوموړي له پاکستان غوښتي چې افغان کډوال په ابرومندانه ډول هېواد ته ستانه شي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د محمد صادق له قوله لیکلی شوي، چې نوموړي په افغانستان کې امنیت د پاکستان او سیمي په ګټه بللی.
همدارنګه په دغه لیدنه کې محمد صادق ژمنه کړي، چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې، پاکستان ته د تګ راګ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د ټرانزیټ په برخو کې د ستونزو د حل لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې له یوې خوا ډیورنډ ته څیرمه د تاسیساتو د جوړولو له امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ څو ځلې نښتې وشوې او دا لار د ۲۵ ورځو لپاره تړل شوې وه او له بلې خوا پاکستان طالبان توروي چې په پښتونخوا او بلوچستان کې د نامنیو په ډیریدو او ترهګریزو بریدونو کې له ټي ټي پي او د پاکستان مخالفو وسله والو سره همکاري کوي.
خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.