د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکی رېچارډ بېنېټ د نوي زدهکړه ییز کال په مناست له دې شعار سره «افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ» په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو د بې برخې نجونو په اړه ویلي چې ددغه بندیزونو ځوابویل اړین دي.
د نوي کال په رارسېدو سره په افغانستان کې ښوونځي پرانستل کېږي خو سږ کال هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو د خلاصیدو په اړه کوم څرک نه لیدل کیږي.
رېچارډ بېنېټ پر اېکس لیکلي: «لکه څنګه چې افغانستان کې ښوونځي بیا پرانستل کیږي، نجونې او ښځې د طالبانو د جنسیتي ځورونې له امله له شپږم ټولګي پورته له زده کړو څخه محرومې دي. حساب ورکول اړین دي، غوره کیفیت لرونکې، جامع زده کړو ته په مساوي ډول لاسرسی، د بشري حقونو درناوی دی.»
تر دې واړندې په کور دننه او بهر یو شمېر پېژندل شویو مشرانو هیله څرګنده کړې وه چې نوی کال به د خوښیو کال وي او د نجونو پر مخ به د طالبان له لورې پر زده کړو بندیز پای ته ورسیږي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نوي کال په مناسب د طالبانو حکومت باندې غږ وکړ چې د نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو بندیز پای ته ورسوي.
طالبان له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د تېر په څېر د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازې وتړلې، همدا ډول یې د ښځو په کار او سیاسي ګډون بندیز ولګوه، ترڅنګ یې د سفر او تفریح په برخه کې ښځې محدودې کړې او تر ډېره یې اړ کړې چې په کورنو کې پاتې شي.
د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سخت بندیزونه په کور دننه او نړۍواله کچه له سختو غبروګونو سره مخ شول، خو دغه غبرګونونو تر اوسه د طالبانو په دریځ کې کوم بدلون نه دی راوستی.