واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په ښځو او نجونو د زدهکړو او کار بندیزونه ولګول، چې له کبله یې ګڼې ښځې او نجونې اغېزمنې شوې.
۲۲ کلنه زهرا علي هم یو له هغو نجونو ده، چې زدهکړې یې نیمايي کې پاتې شوې او اوس یې د تخنیکي مهارتونو زدهکړې ته مخه کړې.
د اروپا ازادي راډیو په راپور کې لیکلي، چې نوموړې اوس له دې لارې یو کوچنی کاروبار جوړ کړی او عاید ترې ترلاسه کوي.
هغې اوس د خپل کور دننه په کابل کې یو کوچنی ورکشاپ جوړ کړی دی.
زهرا علي په دغه کارخونه کې د چارج وړ برېښنایي بېټرۍ جوړوي، چې نن سبا په پلازمېنه کې د برېښنا د پراخې پرچاوۍ له امله لالهانده کابل مېشتو سره مرسته وکړي.
هغه چې د خپل کاري مېز تر شا ناسته ده وایي: «زه د بېټریو ډېر تولید لرم؛ خو زه ټولو غوښتونکو ته رسېدنه نشم کولی، ځکه چې افغانستان د برېښنا له لوی کمښت سره مخ دی او د خلکو تقاضا ډېره ده.»
د هغې په وینا، پېرودونکي بېټرۍ اخلي او چارج کوي یې او بیا کله چې برېښنا پرې شي بیا ترې کار اخلي.
نوموړې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې، د هرات د ټکنالوژۍ په انسټیټیوټ کې زدهکړې کولې؛ خو له هغه وخته چې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز لګېدلی؛ د ښځو او نجونو د کار لپاره د ګوتو په شمېر ځایونه پاتې دي.
زهرا علي وايي: «په اوسني وضعیت کې کار کول اسانه خبره نه ده. دا کار ډېرې هڅې او زړورتیا ته اړتیا لري. زه له ډېرو خنډونو سره مخ شوې یم؛ خو بالاخره ما پرېکړه وکړه چې دغه ورکشاپ جوړ کړم؛ ترڅو عاید پیدا کړم او په خپلو پښو ودرېږم.»
هغه وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو دمخه هم په ساینس او ټیکنالوژۍ برخو کې ډېرو کمو ښځو کار کاوه.
زهرا علي زیاته کړه: «د برېښنایي بېټریو او زېرمو تولید یوازې د نارینهو کار نه دی. زما مطلب دا دی، چې ښځې هم دا کار کولی شي؛ خو موږ باید سخت کار وکړو او ژمن واوسو.»
واک د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې نه یوازې دا چې د نجونو او ښځو پر ېدهکړو یې بندیزونه ولګول بلکې د هغوی د کار مخه یې هم نیولي، چې هغوی په دې ډول له مالي خپلواکۍ بې برخې پاتې دي او ځینې هغه خو ېې بیا د کور سرپرستانې دي، چې خپلو بچو ته د کورنۍ لګښت پیدا کول ور تر غاړې دي.