د ښوونځیو له بندېدو کابو ۱۲۸۱ ورځې تېریږي او زه لا هم ښوونځي ته د بیا تګ لپاره شېبې شمارم.
د نوي کال په درشل کې مې هیلې نورې هم ورپسې زیاتې شي، چې ګواکي د ښوونځيو د دروازو د خلاصېدو زیری راباندې وشي، خو وېره هم لرم چې له دولسم ټولګي څخه د فارغېدو هیله مې یوازې هیله پاتې نه شي.
د ښوونځي په تورو جامو او سپین ټيکري پسې مې هیلې تړلي دي او هر کله چې ښوونځی او ټولګیوال مې ډېر را په یاد شي نو د خپلو کتابونو بکس را واخلم او د ښوونځي جامې مې واغوندم، ان کله کله په هغو کوڅو او لارو تېرېږم چې یو وخت به ښوونځي ته تلم.
په کابل کې د رخشانه ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې په مستعار نوم حیا له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «نن مې بیا ښوونځي ته د تګ په هیله تورې جامې اغوستي او سپین ټيکری په سر کړی. دا جامې ما ته ښه احساس راکوي، پخوانیو خاطرو ته مې بیایي، هغو ورځو ته چې په تمه وم یوه ورځ له دولسم ټولګي فارغه شم او ښوونځي ته لاړه شم.»
حیا وایي، کله چې طالبانو کابل ونیوو د دوی د کال نیمایي ازموینې وې او نوموړې د راتلونکې ورځې ازموینې ته چمتوالی نیوو.
د هغې په خبره: «دا چې پر افغانستان مې د طالبانو د بشپړ حاکمیت خبر واورېد په لومړي سر کې راته د باور وړ نه وه، خو وروسته چې مطمینه شوم کابل هم د طالبانو له خوا نیول شوی، نو بیا حیرانه وم چې ازموینې ته نور چمتوالی هم ونیسم او کنه ځکه نه پوهېدم چې سبا ته یې څه پېښېږي.»
حیا په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې که طالبانو د نجونو د ښوونځيو دروازې بندې کړې نه وای، اوس به یې د پوهنتون لومړی کال و.
نوموړې وایي، چې له کوچنيوالي څخه یې له لیک لوست سره خورا مینه درلوده او له پنځم-شپږم ټولګي څخه یې د مقالو او لنډو مطالبو په لیکلو پیل وکړ او پر همدې اساس یې هڅې زیاتې کړې وې، څو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې لوړې زده کړې وکړي.
هغه وایي، سره له دې چې د پوهنتون تګ هیله یې پوره نشوه، ان له دولسم ټولګي څخه هم فارغه نشوه.
له حیا څخه مو پوښتنه وکړه، چې په دې څلورو کلونو کې په څه کارونو بوخته وه او خپل دغه وزګاره او خالي وخت یې څنګه تېرولو؟
هغې په ځواب کې وویل: «د انګلیسي ژبې کورس کې مې ځان شامل کړ او شپږ میاشتې مې په دې برخه کې درسونه ولوستل، خو تر هغه وروسته په کورسونو کې هم د نجونو پر انګلیسي زده کړو بندیزونه ولګېده. تر دې بندیزونو وروسته مې خپلې لیکوالۍ ته دوام ورکړ او اوس د لیکوالۍ ترڅنګ ډېر کله دکلمې هم کوم.»
په کابل کې د رخشانه ښوونځي د لسم ټولګي یاده زده کوونکې همداراز زیاتوي، چې له کورنۍ سره ځينو ولایتونو ته د چکر لپاره ځي، د وزګارۍ له امله یې ټیکټاک هم جوړ کړی، څو خپلې لیکنې له دکلمې وروسته خپرې کړې او دې ورته په لسګونو مواردو کې ځان بوختوي، خو هېڅکله یې ذهني ارامتیا بیا را و نه ګرځېده.
حیا وایي، چې اوسمهال تر سخت رواني فشار لاندې ده او هڅه کوي چې دا وضعیت پرې ډېره غلبه ونکړي.
د خبرو په ترڅ کې مې ترې پوښتنه وکړه، چې له نورو ټولګیوالو یې هم خبره ده او کنه؟ هغې وویل: «هو له ځینو ټولګیوالو سره مې په اړیکه کې یم، ځينو یې ودونه کړي او ماشومان هم لري. ټولګیوالې مې زما همزولې دي نو دا راته حیرانوونکې ده چې ماشومان څنګه ودونه کوي او بیا ماشوم هم زېږوي.»
یوازې حیا له زده کړو بې برخې شوې نه ده، بلکې د حیا ترڅنګ زرګونه افغان نجونې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې شوي، روحي او رواني وضعیت یې خورا خراب بلل شوی او ډېر شمېر نجونې په کم عمر کې جبري ودونو ته هم اړ کړای شوې دي.
۱۲۸۱ ورځې کېږي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو بې برخې شوې او بیا ۸۲۱ ورځې کېږي، چې له پوهنتونونو راګرځول شوې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق بیا تر دې څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا لګېدلي بندیزونه نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې اغېزمنې کړې دي.
په دغې لیکنه کې همداراز راغلي و، چې سږکال ۳۸ زره نجونو شپږم ټولګی بشپړ کړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دوی نه شي کولای، چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.