د هسپانیا په مادرید ښار کې د افغانستان سفارت په یوه تازه بیان کې د خپل سفیر محمدرحیم پیرزاده په تړاو د «جنسيځورونې» خپاره شوي راپورونه رد کړي او ناسم یې بللي دي.
نوموړي سفارت د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۹مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان ټینګار کړی، چې ټولې چارې یې له نړۍوالو او نافذه قوانینو سره سمې ترسره کېږي او د خپلو کړنو پر وړاندې ځوابویونکی دی.
د یاد سفارت په بیان کې راغلي دي: «هغه تورونه چې زما او د سفارت پر وړاندې د اشخاصو او ډلو لهخوا لګول شوي، هېڅ ډول قانوني اساس نهلري او زه یې په کلکه ردوم.»
په بیان کې زیاته شوې، چې د دغه سفارت د حیثیت د بېرته ترلاسهکېدو حق خوندي دی او دغه استازولي به له قانون سره سم د دغې دسیسې د عواملو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.
په هسپانیه کې د افغانستان سفارت دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې ټېلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، د هسپانیا دولت د یوې پرېکنده پرېکړې له مخې په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر محمدرحیم پيرزاده د «جنسېځورونې له جدي تورونو» وروسته له خپل ډېپلوماتیک خونديتوب څخه محروم کړی دی.
نوموړې ورځپاڼې په خپل راپور کې د پیرزاده د ډېپلوماتیک خونديتوب د اخیستلو لامل د هسپانیا قضايي بنسټونو ته له هغه څخه د یوې افغانې مېرمن د جنسيځورونې شکایت بللی دی.
د یادونې ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته محمدرحیم پیرزاده په مادرید کې د افغانستان د سفارت چارسمبالۍ پر غاړه واخیستې او ورسره یې له دغې ډلې سره د همکارۍ خبر ورکړی و.