ایراني چارواکي وايي، چې د دغه هېواد په جنايي او انقلابي محکمو کې په بند محکوم ۴۸۴ افغانان يې طالبانو ته سپارلي دي.
ایرانۍ رسنۍ ایرنا د چهارشنبې په ورځ په یوه خبر کې ویلي، چې دغه کسان د ایران په ۲۷ ولایتونو کې بندیان وو او دغه پروسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو او مجرمانو د انتقال اړوند د دوه اړخیزې هوکړې له مخې تر سره شوې.
په خبر کې راغلي، چې د زندانیانو د سپارلو مراسم د دواړو هېوادونو د استازو په حضور کې تر سره شول.
د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان په دې مراسمو کې ویلي:« بندیانو ته د شخصي مجازات اصول غواړو نه د هغو کورنيو ته، په همدې اساس دغه بندیان د هغو کورنيو ته د احتمالي زیان د مخنیوي په موخه افغانستان ته انتقال شول، چې په خپل کور کې د بند موده تېر کړي».
نوموړي وايي، چې د انتقال دغه پروسه د زندانیانو په خوښه ترسره شوې.
د دغو بندیانو جرمونه سیاسي نه دي
ایرنا په خپل خبر کې د چارواکو له قوله ویلي، چې د دغو کسانو جرمونه سیاسي نه دي او له اوسنۍ ادارې سره هيڅ تړاو نه لري.
عسکر جلالیان دا هم وویل، چې لوی شمېر دغه زندانیان د نشه يي توکو په تور نیول شوي وو او د ټاکل شوي بند مودې له تېرولو وروسته خوشي کيږي.
نوموړي ويلي، چې ایران د بهرنيو زنداني وګړو د انتقال په اړه له بیلابیلو هېوادونو سره دوه اړخیزې هوکړې لري.
همدې ایرانۍ رسنۍ په یو بل جلا خبر کې راپور ورکړی، چې د ایران له زندانونو خوشي شوي ۱۴۹ افغان بندیان نن طالبانو ته سپارل شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې دغه کسان د سیستان او بلوچستان، سمنان، یزد او هرمزګان زندانونو څخه د قانوني لړۍ تر بشپړولو وروسته خوشي شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د اړوندو هېوادونو په همکارۍ به د نوي کال په اوږدو کې شاوخوا زر تنه بهرني بندیان خپلو هېوادونو ته وسپاري.