د نتالي هالا فلم چې د کوپنهاګن په ډاکومنټري فلمونو فېسټیوال کې نندارې ته وړاندې کیږي په اتریش کې د افغانستان د سفیرې منیژې باختري د پروګرامونو او واک ته د طالبانو د رسیدو چارې پکې راخېستل شوې دي.
«کله چې طالبان واک ته رسېږي او ته فیمینیسټه یې د افغانستان د سفیرې په توګه څه کوې؟» دا پوښتنه د کوپنهاګن د نړیوال مستند فلم فېسټیوال په ویبپانه کې مطرح شوې او د نتالي هالا له لوري جوړی شوي نوي مستند فلم «وروستی سفیر» ته ځانګړې شوې ده.
په دغه فلم کې په اتریش د افغانستان د ښځینه سفیرې د فعالیتونو او په ځانګړې توګه واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته چارې نندارې ته وړاندې کیږي.
دغه مستند د شنبې په ورځ په کوپنهاګن کې د نړۍ په کچه نندارې ته وړاندې کېږي، چې منیژه باختري پکې د یوې سفیرې، میرمنې او مور په توګه خپله کیسه بیانوي.
په دغه لنډ ۷۵ دقیقه یي فلم کې د یوې افغانې سفیرې انرژي، ستونزې او باورونه انځور شوي دي.
د بېلګې په توګه د فلم د لنډیز په یوه برخه کې سفیره وايي:« نه حکومت شته، نه ولسمشر شته، نو دسفارت ګټه څه ده؟»
د دغه مستند په ټریلر کې هغه برخه هم ښودل شوې ده، چې کله طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړي نو منیژه باختري ځان په عجیب حالت کې مومي ځکه د کاغذ پر مخ د یو داسې هېواد سفیره ده، چې پر کابل د واکمنو ملاتړ نه کوي او د هغوی حکومت هم په نړیواله سطح په رسمیت نه دی پیژندل شوی.
د «وروستي سفیر» مستند په ټریلر کې راغلي، باختري په سختو شرایطو کې پرېکړه کوي چې د طالبانو پر وړاندې ودریږي او د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
همدارنګه د مستند فلم په لنډیز کې ښودل شوي، چې نوموړې د زده کړو د یوه پروګرام له لارې نجونو ته د پټو زده کړو فرصت برابروي، پر همدغه مهال دا په نړیوالو سټیجونو د سفیرې په توګه د طالبانو پر وړاندې سیاسي مبارزه هم کوي.