د بښنې نړۍوال سازمان: د افغان مېرمنو وضعیت بېړنی دی او د عاجلو اقداماتو اړتیا ده

۱ ساعت مخکې

د بښنې نړۍوال سازمان یوه مسووله سمیرا حمیدي وایي، چې د افغان مېرمنو وضعیت بېړنی دی او د عاجلو اقداماتو اړتیا ده.
نوموړې د برېتانیا د پارلمان له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې له هغوی څخه وغوښتل، چې د طالبانو د ځواب ویلو لپاره عملي اقدامات وکړي.

مېرمن حمیدي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د برېتانیا د پارلمان غړو ویلي چې د افغانستان د ښځو له وضعیت څخه خبر دي او دوی ټینګار کړی، چې د افغان مېرمنو شرایط باید بدل شي.
د بښنې د نړۍوال سازمان یاده مسووله وایي، چې د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره اړتیا ده، چې د هېوادونو د پارلمان غړي اقدام وکړي.
هغې د برېتانیا د پارلمان له غړو وغوښتل، چې د طالبانو د ځواب ویلو لپاره مخکښ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو ډېر شمېر سازمانونه د طالبانو اقدامات د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر ښکاره بېلګه بولي.
دوی غواړي، چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسميت وپېژندل شي.
که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو محدودیتونه زیات دي، خو یادې ډلې تل ټينګار کړی چې د اسلامي شریعت پر اساس یې ټولو ښځو ته حقونه ورکړي دي.
د افغان ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې په داسې حال کې په زیاتېدو دي، چې له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې افغان مېرمنې د زده کړو او کار په ګډون له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو بې برخې دي.
د ښځو د حقونو فعالانې په دې باور دي، چې د ښځو حقونه تل «دین او کلتور» ته د درناوي په پلمه تر پښو لاندې شوي.
د روان کال د مرغومې په میاشت کې د بشري حقونو د څار ادارې د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په شدت سره خراب شوی دی.
طالبانو پر ښځو او نجونو فشار ډېر کړی او دې ډلې د بیان ازادۍ، رسنیو او بشري حقونو پرضد سختو بنديزونو سره په دغه هېواد کې اقتصادي او بشري بحران لا زیات کړی دی.
راپور زیاتوي، چې د نجونو او ښځو د زده کړو، کارموندنې او د تګ راتګ د ازادۍ په برخو کې حقونه په بشپړه توګه تر پښو لاندې شوي دي.

نور خبرونه

رادیو