د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه راپور کې وایي، چې د طالبانو په نوي فرمان کې د کندهار په ټولو راډیوګانو کې د ښځو پر غږ د بشپړ بندیز امر شوی دی.

دغه مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبانو له رسنیو غوښتي چې له دې ورسته دې د دغې ډلې مشر ملاهبت الله ته د «امیر المومنین» خطاب کوي.

په فرمان کې دا هم ویل شوي، چې د رسنیو کارکوونکي له سیمې څخه د راپور چمتو کولو پر وخت باید د یاد ریاست اجازه لیک له ځان سره ولري.

د افغان خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په کندهار کې هېڅ کوم ټلويزیون فعالیت نه‌لري او ټولې ویډیویي رسنۍ په راډیویي بڼه بدلې شوې دي.

دا په افغانستان کې له هلمند وروسته دویم ولایت شو، چې طالبانو په رسنیو کې د ښځو پر غږ بشپړ بندیز ولګاوه.

داسې ویل کېږي، چې د کندهار رسنیو ته د اطلاعات او فرهنګ ریاست له‌خوا لېږل شوی مکتوب د خبریالانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت صادر شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو نوي بندیزونه غندلي دي.

دغه ینسټ تېره ورځ په خپل کلني راپور کې ویلي و، چې په ۱۴۰۳ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو سرغړونې ۲۴سلنه زیاتې شوې دي.

دغه مرکز زیاته کړې وه، په روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې ثبت شوې چې د ۲۲ رسنیو تړل او د ۵۰ خبریالانو نیول پکې شامل دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې یوشمېر رسنۍ تړلې دي، لسګونه خبریالان یې بندیان او شکنجه کړي او دغه راز یې له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.

نور خبرونه

رادیو