د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د غزې ښار پر بیلابیلو سيمو د اسرایيل هوايي بريدونه غندلي.
طالبانو ويلي، چې د اسراییل دغه بريد د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف او د انسانیت له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
پر فلسطين د اسراییل تر برید وروسته د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې د دغه بريد د غندلو ترڅنګ دغه بريد د ټولو قوانینو خلاف بللی.
د طالبانو اعلامیه کې راغلي، « دصهیونيستي يرغلګرو دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی بلکي د انسانیت له اساسي ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري.»
طالبانو پر هېوادونو غږ کړی، چې «د فلسطينیانو ملاتړ وکړي او د اشغال پای ته رسولو لپاره عملي او جدي اقدامات تر سره کړي.»
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فلسطینیانو د حقه مبارزې او مشروع مقاومت ثابت حق ګڼي او ملاتړ یې کوي.
په دغو بریدونو کې، چې نن سهار وختي وشول، د ۴۱۲ کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی.
فلسطیني چارواکو تایید کړې، چې د اسراییل په بریدونو کې د حماس څلور جګپوړي غړي وژل شوي.
حماس ویلي، چې په دغو بریدونو سره ددوی او اسراییل ترمنځ اوربند نور مات دی.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې دا اقدام حماس ته ځواب و، چې په غزه کې د بندي شویو کډوالو خوشي کولو ته تیار نه دی.