د بودجې بندېدل؛ چک جمهوریت د ازادۍ راډیو ژغورلو لپاره د اروپایي اتحادیې ملاتړ غواړي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۷

د چک د بهرنیو چارو وزیر یان لیپاوسکي اعلان کړی چې نن د دوشنبې په ورځ به په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د ژغورلو موضوع راپورته کړي.

یان لیپاوسکي د یکشنبې په ورځ وویل، « دا زموږ په ګټه ده چې زموږ شاوخوا سیمه د استبدادي رژیمونو تر واک لاندې رانشي. له همدې امله، موږ باید د دې ادارې د ساتنې لپاره د ګامونو اخیستلو په اړه خبرې وکړو».

د ټي انلاین جرمنۍ رسنۍ د رپوټ له مخې، د ازادې اروپا راډیو د سړې جګړې پر مهال تاسیس شوه، چې د شوروي اتحاد پروپاګند ته متقابل ځواب ووايي. دا مهال، د دې راډیو تمرکز په مستبدانه حکومت لرونکو هیوادونو لکه روسیه، چین او ایران دی.

دغې رسنۍ په پیل کې خپل فعالیت د جرمني په مونشن کې پیل کړ، خو له ۱۹۹۵ کال راهیسې یې مرکز د چک په پلازمېنه پراګ کې دی. دا راډیو په ۲۳ هیوادونو او ۲۷ ژبو خپرونې کوي او هره اونۍ یې۵۰ میلیونه خلک اوري.

۱۷۰۰ ژورنالیستان، چې ډېری یې خپلواک خبریالان دي، د دې رسنۍ لپاره کار کوي.

د چک د بهرنیو چارو وزیر جدي خبرداری ورکړی چې که دغه راډیو یوځل بنده شي، بېرته پرانېستل به یې اسانه نه وي.

لیپاوسکي وویل، «له سپینې روسیې تر ایران او له روسیې تر افغانستان پورې ازادۍ راډیو او امریکا غږ د هغو کسانو لپاره چې تر ظلم لاندې ژوند کوي د معلوماتو ترلاسه کولو څو پاتې سرچینې دي. د دغو تمځایونو تړل به زموږ ټولو لپاره چې په ډیموکراسۍ باور لري،یو زیان وي».

ټرمپ د «افراطي پروپاګند» ضد

ټرمپ د جمعې په ورځ یو فرمان لاسلیک کړ، چې د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو ادارې (USAGM) بودجه په پراخه کچه کموي. سپینې ماڼۍ وویل، دا پرېکړه به دا باوري کړي چې « د امریکا مالیه ورکوونکي نور د افراطي پروپاګند لپاره پیسې ور کولو ته اړ نه شي».

په فرمان کې راغلي چې دا اداره د « د فدرالي بیوروکراسۍ هغه عنصر دی، چې ولسمشر یې غیر ضروري بولي».

سره له دې چې دا رسنۍ د امریکا له حکومتي بودجې تمویلېدې، خو بیا یې هم خپلواکي ساتلې وه.

دا خپلواکي د ټرمپ لپاره د نارضایتۍ لامل شوې وه، ځکه هغه د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال غوښتل، چې دا رسنۍ د ده سیاستونه وستایي.

د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال نوموړي هڅه وکړه چې د حکومت له خوا تمویلېدونکې رسنۍ د خپلې اجنډا ملاتړ ته اړ باسي.

ایا اروپایي اتحادیه به دازادۍ راډیو مالي ملاتړ وکړي؟

د چک حکومت له اروپایي اتحادیې سره خبرې پیل کړې، چې دا راډیو د اروپایي تمویل له لارې وساتل شي، خو تراوسه اروپايي هېوادونو ددې راډیو د خوندیتابه په اړه څرګندونې نه دي کړې.

شنونکي او ددې راډیو سمبالوونکي وايي، د دیموکراسۍ لپاره د ازادو رسنیو رول حیاتي ګڼل کیږي او دازادې اروپا راډیو بندیدل به د ازادو معلوماتو پر وړاندې یو لوی ګواښ وي.

د چک د پارلمان غړې دانوشي نیرودوا هم ویلي چې دا موضوع به د اروپایي پارلمان په غونډه کې راپورته کړي.

نور خبرونه

رادیو