د افغانستان-پاکستان ګډې سوداګریزې خونې رییس جنید اسماعیل مکده د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د ورځ تر بلې ډېرېدونکي سوداګریز کړکېچ د حل لپاره سملاسي ګامونه واخلي.
مکده ټینګار کړی چې پاکستان د نړیوالو پروتوکولونو له مخې مکلف دی چې د افغانستان په څېر په وچه محاط هیوادونو ته سوداګریزه اسانتیا برابره کړي او د دې ژمنو نه پوره کول نه یوازې د پاکستان نړیوال حیثیت ته زیان رسوي، بلکې سیمه ییزو سیالانو ته هم ګټه رسوي، چې د هند بندرونه د بدیلې سوداګرۍ په توګه وکاروي.
دغه پاکستانی چارواکی وايي، چې د سوداګرۍ پر وړاندې ډېرېدونکي خنډونه، د ترانسپورت لوړ لګښتونه او د تورخم اوږدمهاله بندېدو له کرښې پورې سوداګري سخته اغیزمنه کړې او د پاکستان اقتصاد ته یې لوی زیان اړولی.
نوموړي د ۲۰۲۴ کال ډسمبر کې د پاکستان دځانګړې پانګونې اسانتیا شورا (SIFC) غونډې پرمهال راپورته شويو اندېښنو ته په اشاره ویلي، چې د وروستیو صادرو شویو مقرراتو له امله سوداګري کمزورې شوې او له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې ترینګلې شوې دي.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا حکومت د زیربنایي پراختیا محصول له دوه عشاریه صفر سلنې څخه یو عشاریه صفر سلنې ته راکم کړ، خو لا هم د افغانستان پر ترانزیټي سوداګرۍ پلی کیږي، چې قانوني سوداګري ته زیان رسوي او له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دی.
مکده وویل، « یو عشاریه صفر سلنې ته د زیربنایي پراختیا محصول راکمول یوه وړه اسانتیا ده خو پر ټرانزیټي سوداګرۍ باید هیڅ مالیه وضع نه شي».
هغه زیاته کړه، « دا مالیه او د لارې بندیدل سوداګر مجبوروي چې د پاکستاني لارو پر ځای د ایران بندرونه وکاروي، چې زموږ د سوداګرۍ شبکې ته اوږدمهاله زیان رسوي».
رپوټ وايي، سره له دې چې د افغانستان-پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه پرله پسې هڅې کوي، خو وضعیت نور هم خراب شوی.
د تورخم لاره د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې د طالبانو د پوستې جوړولو پر سر د شخړې له امله تړلې پاتې ده، چې دوه اړخیزه سوداګري یې په ټپه درولې. دواړو خواوو ته له پنځو زرو ډېر موټر ولاړ دي، چې استهلاک کېدونکي توکي هم پکې بار دي.
د پاکستان اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې د تورخم دغه اوږدمهاله بندښت سوداګري د چابهار او بندرعباس په څېر نورو سیالو لارو ته اړوي.
د افغانستان-پاکستان ګډې سوداګریزې خونې مرستیال ضیاء الحق سرحدي د کوچنیو او متوسطه سوداګریزو شرکتونوپه اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او وایي، « اوږدمهالی ځنډ او نامعلوم وضعیت د سوداګرو باور له منځه وړي او پانګوال یې ویرولي».
د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونې رییس د پاکستان له حکومته غوښتي چې سرحدي مدیریت ښه کړي، په ترانسپورتي لګښتونو کې کموالی راولي او د ترانزیټي سوداګرۍ د زیربنایي پراختیا محصول له منځه یوسي.
مکده زیاته کړې: « له ازبکستان سره د لومړي وزیر د اړیکو پیاوړي کولو هڅې مثبت ګام دی، خو که سوداګریز خنډونه ژر حل نه شي، پاکستان به د یوه لوی سوداګریز دهلیز د جوړیدو فرصت له لاسه ورکړي».