ښايي ټرمپ د افغانانو په ګډون د ځینو هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر بندیزونه ولګوي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۵

یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د ډونالد ټرمپ حکومت د لسګونو هېوادونو پر وګړو د سفرونو د سختو بندیزونو او محدودیتونو لګولو پر سر غور کوي؛ که دغه طرحه پلې شي د افغانانو په ګډون به د لسو نورو هېوادونو وګړي امریکا ته له سفر کولو څخه منع شي. 

د نیویارک ټاېمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د ټرمپ اداره د ۴۳ هېوادونو پر وګړو د سفرونو پر بندیزونو غور کوي.

د سرچینو په وینا، دغه ګام د ټرمپ د لومړۍ دورې د کډوالۍ بندیزونو پرتله یو څه محدود دی؛ خو لا یې هم د پراخېدو شونتیا لیدل کېږي.

رویټرز هم راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه لا وروستۍ شوې نه ده؛ خو د امریکا حکومت له‌خوا یوه مسوده چمتو شوې چې پکې هېوادونه په درېیونوملړونو وېشل شوي دي:

سور نوملړ: په دې کې ۱۱ هېوادونه شامل دي، چې وګړي یې د امریکا خاورې ته له ننوتو منع شوي دي.

په دغو هېوادونو کې افغانستان، ایران، بوتان، کوبا، لېبیا، شمالي کوریا، سومالیا، سوډان سوریه، ونزویلا او یمن شامل دي.

نارنجي نوملړ: دغه نوملړ هغه هېوادونه لري، چې پر وګړو یې سخت محدودیتونه لګول کېږي؛ خو په بشپړه توګه پرې د سفرونو بندیزونه نه لګول کېږي.

سوداګر او شتمن کسان ښايي ویزې او امریکا ته د ننوتو اجازه ترلاسه کړي؛ خو د کډوالۍ تر څنګ به یې سیاحتي ویزې ځنډول کېږي.

په دغه نوملړ کې بېلاروس، اریتریا، هایټي، لاووس، میانمار، پاکستان، روسیه، سییرا لیون، سوېلي سوډان او ترکمنستان شامل دي.

 ژېړ نوملړ: دا ۲۲ هېوادونه لري، چې هغوی ته ۶۰ ورځې ورکړل شوې؛ څو خپلې «تشې» ډکې کړي. که دغه هېوادونه خپلې ستونزې حل نه کړي؛ نو ښایي په سور یا نارنجي نوملړ کې شامل شي.

امریکايي چارواکو ویلي، چې دغه درې نوملړه لا وروستي نه دي او ښايي تر هغې چې سپینې ماڼۍ ته لېږل کېږي پکې بدلون راشي.

د ټرمپ دغه نوي بندیزونه د هغه د لومړۍ دورې پر مهال د کډوالۍ تګلارو ته ورته دي.

هغه په ۲۰۱۸ کال کې هم د اتو هېوادونو پر وګړو د سفر بندیزونه لګولي وو.

د امریکا ولسمشر اوس یو نوی اجراییوي فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې به یې له نورو هېوادونو امریکا ته تلونکي کډوال تر سختو او جدي امنیتي‌ ارزونو څخه تېرېږي.

ټرمپ ویلي، دغه بندیزونه د امریکايي وګړو د خوندیتوب لپاره اړین دی؛ خو یو شمېر نیوکه کوونکي دغه تګلاره له توپیري چلنده ډکه او د نړۍوالو ازادیو خلاف کړنه بولي.

ښايي دغه تازه بندیزونه نه یوازې پر کډوالو بلکې د امریکا او په نوملړ کې د شاملو هېوادونو ترمنځ پر ډېپلوماټیکو اړیکو او اقتصاد هم اغېزې وکړي.

په پاکستان کې د امریکا ځیني متحدین چې لا وار دمخه د ټرمپ د کډوالۍ پروګرامونو لغوه کېدو اړوند فرمان اغېزمن کړي؛ د سفرونو د بندیزو دغه پرېکړې یې اندېښنې لا پسې ډېرې کړې دي.

په‌ پاکستان کې نږدې ۲۵زره هغه افغانان چې په خپل هېواد کې یې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره دندې کړې وې سره له دې چې د امریکا د کډوالۍ پروګرام ته منل شوي؛ خو د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې له مخې یې قضیې ځنډول شوې او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د امریکا افغان متحدینو په وار، وار له ټرمپ غوښتي، چې دوی ته دې د کډوالۍ او د سفرونو د بندیز په برخه کې معافیت ورکړي.

نور خبرونه

رادیو