پېښور کې افغانې مېرمنې د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله له روغتيايي اسانتیاوو بې‌برخې دي

AP ۱۴۰۳ کب ۲۴

د خېبرپښتونخوا په پېښور کې مېشتې افغان مېرمنې د روغتیا په برخه کې له خورا جدي ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

په دې سیمه کې افغانې ښځې نه یوازې معیاري طبي اسانتیاوو ته لاس‌رسی نه‌لري، بلکې مالي ستونزې او د قانوني اسنادو نه‌لرل بیا د دغه ناوړه وضعیت یو بل ننګونکی اړخ دی. د پېښور د شاوخوا سیمو په دولتي روغتونونو کې د اساسي خدماتو نشتوالی یوه عامه ستونزه بلل کېږي. دلته نه یوازې درملو ته لاس‌رسی نشته، بلکې د روغتیا په برخه کې روزل شوې کارکوونکې ډېرې کمې دي. په داسې حال کې شخصي روغتیايي مرکزونو ته ورتګ یو ګران بیه چاره ده چې ډېری کډوالې ښځې یې د زغملو وس نه‌لري.

حلیمه بي‌بي چې ۳۶ کلنه افغانه کډواله ده، له تېرو اووه کلونو راهیسې په پېښور کې ژوند کوي. نوموړې یوه کونډه او د څلورو ماشومانو سرپرسته مور ده. هغې په دې تړاو افغانستان انټرنشل-پښتو ته وویل: «پر زوی مې چې سخته تبه راغله ما په لویو هیلو سره دولتي کلینیک ته مخه کړه، خو چې هلته هېڅ مرسته ونه شوه مجبوره شوم یو شخصي روغتون ته لاړه شم. په دې روغتون کې د علاج لګښت ډېر زیات و او زما لپاره د دې لګښتونو پوره کول ډېر ستونزمن شول. له ما سره دومره پیسې نه وې چې د خپل زوی علاج پرې وکړم، خو د دغه حالت په لیدلو سره چې په هر قیمت چې وه ما د خپل د اولاد د علاج اړتیا محسوسوله.»

مېرمن حلیمه زیاتوي چې د هغې لپاره دا پرېکړه ډېره دردونکې وه ځکه په وینا یې، دا مېرمن بې‌وسه ده او په شخصي روغتونونو کې یې د درملنې لوړو لګښتونو ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي.

همداراز د ګل مینې په نوم یوه بله ۴۷ کلنه افغانه ښځه وايي چې د کډوالۍ د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله هغې ته په روغتون کې داخلېدو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

ګل مینه زیاتوي چې ډېره سخته ناروغه وه او روغتون ته یې د خپلې درمنلې لپاره مراجعه کړې وه، خو د روغتون کارکوونکو ورته د شناختي کارټ د نه‌لرلو له امله د درملنې اجازه نه ده ورکړې. هغې په دې اړه وویل: «تر دې وروسته زه څو نورو روغتونونو ته لاړم خو هر ځای همدا ستونزه وه. زما لپاره دا یوه ډېره دردونکې تجربه وه ځکه چې زما حالت ورځ په ورځ خرابېده او د درملنې په ځنډ سره زما په ناروغۍ کې نورې پیچلتیاوې پیدا شوې. اخر مجبوره شوم او یوه نادولتي بنسټ راسره مرسته وکړه او راته مناسب درملنه یې برابره کړه خو تر هغه وخت زما حالت دومره خراب شوی و چې درملنه هم ناوخته شوې وه.»

دا ستونزې یوازې پر انفرادي ښځو پورې محدودې نه دي، بلکې د ټولو افغان کډوالو یوه جدي موضوع ده. افغان ښځې نه یواځې د قانوني اسنادو له نشتوالي سره مخ دي، بلکې د روغتیایي اسانتیاوو ته د لاس‌رسي په برخه کې هم ګڼې ستونزې لري. په داسې حال کې چې محدودې نادولتي ادارې له سره دوی سره د مرستې هڅه کوي، خو د دغو ادارو سرچینې په دومره لویه کچه نه دي چې د ټولو اغېزمنو افغانو ښځو اړتیاوې پوره کړي. سربېره پر دې د پاکستان دولت هم د دې مسلې په اړه هېڅ ګټور اقدامات نه دي کړي چې له امله یې د افغان کډوالو ښځو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.

افغانې مېرمنې غوښتنه کوي چې د پاکستان دولت او نړۍوال بنسټونه باید دغو ستونزو ته سملاسي او جدي پاملرنه وکړي. دوی وايي چې د کډوالو ښځو حالت ډېر د اندېښنې وړ دی او د هغوی لپاره د معیاري طبي خدماتو برابرول ډېر اړین دي. دغه افغانې مېرمنې زیاتوي چې د پاکستان دولت نه یوازې هغوی ته د اوسېدو قانوني لارې برابر کړي، بلکې هغوی ته دې اساسي روغتیايي اسانتیاوې هم باید برابرې کړي. د افغانو مېرمنو په وینا، د کډوالو لپاره د ځانګړو پروګرامونو پېلول د وخت اړتیا ده څو هغوی له مناسبې درملنې او نورو اړینو اسانتیاوو څخه ګټه پورته کړای شي.

افغانې مېرمنې له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې غوښتنه کړې چې نړۍ دې د هغوی غږ واوري او ټول هغه حقونه دې خوندي کړي چې دوی ورته اړتیا لري.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د هغوی پر وړاندې د دغه هېواد د پولیسو وروستیو ځپونکو اقداماتو له امله ډېر اندېښمن او په ستونزو کې دي.

همدا نن پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی و چې پاکستاني پوليسو په تېره یوه اونۍ کې په راولپېنډۍ ښار کې شاوخوا ۸۲۰ افغان کډوال نیولي دي. د راپور پر بنسټ، د تورخم لارې د بندېدو له امله ۱۱۴ کډوال اېستل شوي، خو ۱۴۰ نور په «حاجي کمپ» کې بندیان دي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغې ډلې څخه د وېرې، امنیتي ګواښونو او اقتصادي ننګونو له امله زرګونه افغان کډوال ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان ته تللي دي.

نور خبرونه

رادیو