د یونان د کورنیو چارو مرستیال وزیرې اېنوس استماتکوس د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې ویلي، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغان ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو لامل نه شي.
د هغې په وینا، افغان ښځې هره ورځ د طالبانو لهخوا له محدودیتونو او جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ دي.
هغې د طالبانو لهخوا پر ښځو محدودیتونه جنسیتي ځپل کېدل وبلل او زیاته یې کړه، چې طالبان هڅه کوي د امر بالمعروف او نهې عن المنکر تر نامه لاندې ښځې له ټولنیز ژونده په بشپړه توګه وباسي.
استماتکوس د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو، روغتیایي خدمتونو ته د ښځینهو د لاسرسي محدودیت او په مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کارونو بندیز په کلکه وغانده.
نوموړې زیاته کړه، چې د طالبانو دغه کړنې د مرستندویه بنسټونو، د ملګرو ملتونو ادارو او د افغان ولس لپاره د روغتیايي او بشري خدمتونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
دغه ناسته د پنجشنبې په ورځ د (کب ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د ښځو د موقف کمېسیون د ۶۹مې غونډې په څنډه کې چې «له افغانستانه تر نیویارکه، افغان ښځې د اقداماتو غوښتونکې دي» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، چې پکې یو شمېر ښځینه افغان فعالانو هم ګډون لاره.
استماتکوس وویل، یونان له هر هغه اقدامه ملاتړ کوي چې طالبان ځواب ویلو ته اړباسي او زیاته یې کړه چې د افغان ښځو زړور خوځښتونه نورو هېوادونو ته الهام بښي.
د هغې په خبره، افغان ښځو نړۍ ته وښوده چې د طالبانو پر ضد درېږي او مقاومت یې د هیلو یو څرک دی.
استماتکوس له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغان ښځو او نجونو پر ضد خپل توپیري چلند پای ته ورسوي او له نړۍوالو اصولو سره سم په افغانستان کې د بشري حقونو ژمنې پلې کړي.