سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو په هرات او کندهار ولایتونو کې ښځې په جوماتونو کې له لمانځه منع کړې دي.
سرچینې وايي، چې تېره شپه د کندهار له یو شمېر جوماتونو څخه طالبانو د تراویح پر مهال ښځې ایستلې او د لمانځه اجازه يې نه ورکوله.
له هرات څخه یو شمېر مېرمنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبې په ورځ وویل، چې طالبان د روژې له پيله په پرله پسې توګه ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې په جوماتونو کې لمونځ وکړي.
دغه مېرمنې وايي، له تېرو څو ورځو څخه د طالبانو د امربالمعروف محتسبان د جوماتونو په دروازو کې ولاړ وي او ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې تراویح وکړي.
په هرات کې په خاص ډول روژه کې ښځو د جمعې او ماسخوتن لمونځونه په جوماتونو کې په جمع کول، خو اوس پرې طالبانو د یوه نامعلوم دلیل له مخې بندیز لګولی.
په ورته وخت کې تېره شپه د ماسخوتن د لمانځه پر مهال د طالبانو امربالمعروف کارکوونکو د کندهار ښار په دویمه حوزه حاجي عبدالله مېنه کې ښځې له جوماتونو ايستلې دي.
طالبانو ښځو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته دې جوماتونو ته د لمونځ کولو لپاره نه ورځي او خپل لمونځونه دې په کورونو کې ادا کوي.
په هرات او کندهار کې ډېرو کورنيو د طالبانو دغه کړنه غندلې او دا یې د خلکو په زړونو کې د نفرت پيدا کېدو په معنا یاده کړې.
په دواړو ولایتونو کې د طالبانو امربالمعروف ریاست مسوولین له رسنيو سره خبرې نه کوي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې ډلې په خاص ډول د امربالمعروف ادارې پر ښځو پراخ بنديزونه لګولي دي.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت چلند په کور دننه او دباندې له سختو انتقادونو سره مخ شوی او په وار وار له دې ډلې د پالیسیو د تغییر غوښتنه شوې خو طالبان وايي، چې ښځو ته یې د « شریعت په رڼا کې» حقونه ور کړي دي.