ګراهام: پر اوکراین د مرستو بندول له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتنې هم بدتره کړنه ده

AP ۱۴۰۳ کب ۲۰

امریکایی سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړی، چې د اوکراین لپاره د پوځي او استخباراتي مرستو بندېدل به له «افغانستانه د امریکایي ځواکونو» تر وتلو هم بدتره چلند وي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بې مسوولیته وتو په تړاو په ناندریو کې تازه د یکشنبې په ورځ دغه امریکایي سناتور ویلي، اندېښمن دی که امریکا پر اوکراین پوځي او استخباراتي مرستې بندې کړي؛ نو دا چاره به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو هم بدتره تمامه شي.

نوموړي وویل: «موخه دا ده، چې د اوکراین جګړه په درناوي او عدالت پای ته ورسېږي. زه پوهېږم چې زېلنسکي په سپینه ماڼۍ کې ښه عمل ونه کړ؛ خو اوس موږ په دې حالت کې یو.»

لیندسي ګراهام همدا راز زیاته کړه: «زه فکر نه کوم، چې ولسمشر ټرمپ به دا کار وکړي؛ خو تر هغې چې اوربند نه وي شوی، زه باور لرم چې موږ باید اوکراین ته لازمي وسلې او استخباراتي معلومات ورکړو؛ تر څو وکولای شي خپل ځان څخه دفاع وکړي».

دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ د اوکراین لپاره استخباراتي او پوځي مرستې ځکه ځنډوي؛ تر څو کېیف د سولې هوکړې ته اړ کړي.

ګراهام د افغانستان یادونه وکړه او د اګست ۲۰۲۱ کې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره یې پرتله کړ، چې «پکې ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو تر څنګ ۴۵ نور ټپیان شول او ۱۷۰ تنه افغان ولسي وګړي» هم پکې ووژل شول.

د ټرمپ او زېلنسکي ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې تر لفظي ناندریو وروسته اوس د امریکایي او افغان سیاست‌والو تر څنګ لوېدیځوال د اوکراین برخلیک له افغانستان سره پرتله کوي. اندېښنې دا د‌ي، چې متحده ایالات که خپل متحدین همداسې په سپین میدان پرېږدي؛ نو د دغه هېواد نړۍوال باور ته لوی زیان اړولی شي.

امریکا سناتور ګراهام همدا راز وویل: «زه به راتلونکې اونۍ د روسیې د بانکي او انرژۍ برخو پر ضد بندیزونه په تړاو هم وړاندیزونه وکړم؛ تر څو هغوی هم اړ شي د سولې خبرو ته کېني. که روسیه د اوربند له خبرو اترو سره همکاري ونه کړي، باید سخت بندیزونه پرې ولګوو».

دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې ډونالډ ټرمپ روسیې ته خبرداری ورکړ؛ که د سولې هوکړه ونه شي، نو سخت اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.

ټرمپ په خپله خواله رسنۍ تروټ سوشال کې لیکلي: «مخکې له دې چې ناوخته شي، روسیې ته وایم چې ژر تر ژره د سولې خبرو ته کېني».

دا په داسې حال کې ده، چې (د فبرورۍ په ۲۸مه) د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ملاقات وکړ؛ خو دغه لیدنه په لفظي شخړه پای ته ورسېده.

ټرمپ زېلنسکي تورن کړ، چې "د درېمې نړۍوالې جګړې لوبه" کوي او زیاته یې کړه: "ستا پرېکړې زموږ هغه هېواد ته بې احترامي ده، چې تر ډېره یې له تا ملاتړ کړی." 

تمه وه، چې دغه لیدنه به د اوکراین د نادره کانونو په اړه یوې هوکړې سره پای ته ورسېږي؛ خو داسې ونه شول.

زېلنسکي له دې لیدنې وروسته وویل: «اوس وخت دی، چې حالات سم کړو. موږ غواړو راتلونکي کې له امریکا سره رغنده همکاري وکړو».

نوموړي ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره د ټرمپ تر مشرۍ لاندې کار ته چمتو دی.

زېلنسکي زیاته کړه: «اوکراین ژمن دی، چې د سولې او امنیت لپاره له خپلو نړۍوالو شریکانو سره ګډ کار وکړي.»

نور خبرونه

رادیو