پاکستاني پوځ په خېبر پښتونخوا کې درې وسله‌وال وژلي دي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۹

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر په یوې خبرپانه کې ادعا کړې، چې د خېبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې یې د استخباراتي عملیاتو په لړ کې درې تنه وسله‌وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې په دغو عملیاتو کې یې له وسله‌والو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم نیولې دي.

که څه هم د پاکستان د پوځ خبرپاڼه کې دا نه دي‌ ویل شوي، چې دغه وژل شوي وسله‌وال کومې ډلې پورې تړاو لري؛ خو وژل شویو ته د «خوارجو» کلېمه کارول شوې ده. د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې فعاله د «ټي‌ټي‌پي» اورپکو ته همدغه لفظ کاروي.

په خبرپانه کې دارنګه راغلي، چې په ټانک ولسوالۍ کې د وسله‌والو ځپل کېدو په موخه د پاکستاني پوځیانو عملیات لاهم روان دي.

ورته مهال د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي له پاکستاني پوځیانو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د دغه ایالت اوسېدونکي یې د ترهګرو د ځپلو له عملیاتو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

بل لوري د پښتون ژغورنې په ګډون یو شمېر خوځښتونه په خېبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو عملیات غندي او نیوکې کوي، چې ګوندې په لوی لاس غواړي د پښتنو په سیمو کې د جګړې اور بل وساتي.

وروسته له هغې چې د افغانستان پخوانی جمهوریت وپرځېد؛ د افغان طالبانو ملګرې ډله «ټي‌ټي‌پي» په خېبر پښتونخوا کې خپل فعالیتونه خورا چټک او پراخ کړل.

د پاکستان حکومت ادعا لري، چې د یادې وسله‌والې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو یو لوی لامل دا دی چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې ورته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په دغو ایالتونو کې بریدونه تنظیموي.

پاکستان په نړۍوالو غونډو او رسنیو کې غوغا جوړه کړې، چې طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

افغان طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او «ټي‌ټي‌پي» یې د یاد هېواد کورنۍ امنیتي ستونزه بللې ده.

ده ټایمز اف اېنډیا په نوم یوې هندي رسنۍ په خپل یوه تازه راپور کې ادعا کړې، چې «ټي‌ټي‌پي» په پاکستان کې خپل فعالیتونه څو چنده پراخه کړي او د یادې ډلې په بریدونو کې ۹۰سلنه زیاتوالی راغلی چې له دې سره دغه ډله د نړۍ په خورا خطرناکو وسله‌والو ډلو کې شمېرل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو