د امریکا عدليې وزارت: د کابل هوايي ډګر د بريد پلانګر د روسیې د کروکس بريد کې لاس لرل منلي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۸

د روسيې تاس خبري اژانس د امريکا د عدليې وزارت په حواله ويلي، د کابل هوايي ډګر د بريد پلانګر شریف الله منلې، چې د روسیې د کروکس ښار په تالار کې د بريد عاملانو ته یې لارښوونه کړې وه.

مسکو ته څېرمه د کروکس هغه بريد د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲ شوی او لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله واوښته.

دغه اژانس د امریکا د عدليې وزارت د خبرپاڼې له مخې ویلي، شریف الله منلې، چې د کروکس د پېښې په تړاو په څلورو نيول شویو کسانو کې يې دوو ته لارښوونه کړې وه.

په خبر کې ويل شوي، چې نوموړي د داعش خراسان په استازيتوب بريدګرو ته د ای کي ډوله ټوپکونو او نورو وسلو د کارولو لارښوونې کړې وې.

داعش خراسان ډله د روسيې د ترهګرو ډولو په تورلیست کې ده.

تر دې وړاندي د سپينې مانۍ مطبوعاتي سکرتري کارولین لیويټ ويلي و، چې شریف الله د امریکایي استخباراتو په مرسته پاکستان کې نیول شوی او تېره چارشنبه امریکا ته ولېږول شو.

ليويټ ټينګار کړی، چې شریف الله د ۲۰۲۱ کال د اګسټ وروستیو کې په کابل هوايي ډګر کې پر امریکايي ځواکونو د بريد او همدارنګه په روسيه او ایران کې د نورو بريدونو په تړاو په جرمونو اعتراف کړی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په هوايي ډګر کې په ځانمرګي بريد کې ۱۳ امریکایي سرتيري ووژل شول.

د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشتي د ۲۲ مې په ماښام د مسکو په څو کيلومترۍ د کورکس په تالار کې د کنسرټ پر مهال په یوه بريد کې ۱۴۴ کسان ووژل شول او ۵۵۱ نور ټپيان شول.

نور خبرونه

رادیو