د فنلډ کورنیو چارو وزیره له افغانانو سره په تبعیضي چلند تورنه شوې

AP ۱۴۰۳ کب ۱۶

د فنلنډ د مساواتو د چارو استازې کریستینا سټینمن وايي، د کورنیو چارو وزارت سیاسي مشرتابه هڅه کړې چې فنلنډ ته د افغانستان او سوریې د مسلمانو کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

د نوموړې په وینا، وزارت د ۲۰۲۵ کال د کډوالو د سهمیې د تطبیق پر مهال له تبعیضي چلنده کار اخیستی.

د استازې په رپوټ کې راغلي وزارت ته لارښوونه شوې وه چې د سهمیې ډېری برخه د مسیحي کډوالو له حسابه ډکه کړي او دا پالیسي کډوال د مذهب او ملي اصل پر اساس له نابرابرۍ سره مخ کوي، چې د مساواتو له قانون سره ټکر لري.

د فنلنډ د ملي عامه رسنیزې ادارې وای اېل اي د رپوټ له مخې، د فنلنډ د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د تبصرې له وړاندې کولو مخکې به رپوټ وځیري.

وزارت د ټولنیزې شبکې اېکس له لارې اعلان وکړ، « موږ به د دغه رپوټ د ارزونې لپاره وخت واخلو. همداراز د عدلیې ارزونې ته هم انتظار یو، دمګړۍ نور څه نشو ویلای».

د فنلنډ د کورنیو چارو وزیرې ماري رانټانن، چې د «حقیقي فنلنډیان» ګوند غړې ده، ویلي چې د مساواتو چارو د استازې د موندنو په اړه دمګړۍ نظر نه شي ورکولای.

نوموړې له دې وړاندې په نومبر کې دا تورونه رد کړي وو چې وزارت یې د کډوالو د سهمیې د تطبیق پر مهال تبعیضي عمل کړی.

نور خبرونه

رادیو