د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، د فلسطین خلک باید د حکومت کولو، د خپل راتلونکې د ټاکلو او په خپله خاوره کې د بشپړې ازادۍ او امنیت سره د ژوند کولو حق ولري.
ښاغلي ګوترېش دغه راز، پرته له کوم ځنډه د اوربند او یرغملو د خلاصون په اړه د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
نوموړي دغه څرګندونې په قاهره کې د غزې د بیارغونې په اړه د عربي سرمشریزې له ګډون وروسته کړې دي.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي: «په تېرو څو اونیو کې موږ د غزې د اوربند او د یرغملو د خلاصون په برخه کې د پام وړ پرمختګ لیدلی دی.»
د هغه په وینا، د دواړه خواوو لهخوا باید شوې ژمنې په بشپړ ډول پلي شي.
هغه لیکلي، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي؛ د دواړو خواوو د شخړې د حل لپاره باید اړین ګامونه پورته شي.
هغه په یوه بل جلا پوسټ کې بیا ویلي، بشري مرستې د خبرو اترو وړ ندي او باید پرته له کوم خنډه ترسره شي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په سرمشریزه کې هم ویلي و، چې غزه «باید د یو خپلواک، ډیموکراتیک او خپلواک فلسطیني دولت څخه نه جلا کېدونکې برخه پاتې شي، پرته له دې چې د خاورې کومه برخه یې ترې کمه شي او یا یې خلک په جبري توګه بل ځای ته ولېږدول شي.»
له بل پلوه د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د قاهرې په سرمشریزه کې د عربي مشرانو لهخوا تصویب شوی پلان رد شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې عربي مشران د اکتوبر د ۷مې نېټې بریدونو او په اسراییل کې د هغو بریدونو له امله د رامنځته شويو پایلو په رسېدنه کې پاتې راغلي.