جلاوطنه مېرمنې: پر افغان مېرمنو لګېدلي بندیزونه له بشري حقونو سرغړونه او جنسیتي توپیر دی

AP ۱۴۰۳ کب ۱۵

په اسلام اباد کې جلاوطنه ښځینه فعالانې وایي، پر ښځو بندیزونه، د هغوی پر وړاندې پراخ تاوتریخوالی او له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ډګره یې سیسټماټیک حذفول، له بشري حقونو سرغړونه او جنسیتي توپیر دی.

جلاوطنه افغان ښځینه فعالانو دغه ځرګندونې تېره ورځ په اسلام اباد کې د (مارچ ۸مې) د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې جوړې شوې غونډه کې کړې دي.
دغه مېرمنې وایي، سږکال د (مارچ ۸مه) داسې مهال نمانځي چې افغان مېرمنې او په ځانګړې توګه د بشري حقونو فعالان، خبریالان او معترضې مېرمنې د نړۍ تر ټولو سخت انساني او حقوقي ناورین سره مخ دي.
له دغې غونډې په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان مېرمنو د دغې ډلې له‌خوا پر ښځو د زده‌کړو، کار، بیان ازادۍ او په ټولنه کې د ګډون په تړاو د لګېدلو بندیزونو پر وړاندې مبارزه کړې، چې له امله یې د جدي ګواښونو، نیولو، ربړونې سره مخ شوې او ان د هېواد پرېښودو ته اړې شوې.
په اعلامیه کې په پاکستان کې هم د افغان پناه غوښتونکو وضعیت ته اشاره شوې.
د اعلامیې له مخې، په پاکستان کې د افغان ښځینه پناه غوښتونکو حالت هم خورا کړکېچن دی.
اعلامیه زیاتوي: «په پاکستان کې مېشتې ګڼې افغان ښځینه پناه غوښتونکې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، چې له خورا بد حالت سره مخ دي.»
خبرپاڼه کاږي، چې دغه افغان پناه غوښتونکې بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د اېستلو له ګواښ، اقتصادي محدودیتونو او ناامنۍ سره مخ دي، چې دغه وضعیت د افغان ښځینه پناه غوښتونکو راتلونکی خورا پېجلی کړی دی.
دغه مېرمنې په نیوکې سره وایي، په داسې حال کې چې نړۍ له ښځو د ملاتړ شعارونه ورکوي؛ خو افغان مېرمنې لاهم له بنسټیزو او لومړنیو حقونو بې برخې دي.

نور خبرونه

رادیو