انالینا بېربوک: د طالبانو رژیم نه یوازې خپلو خلکو بلکې نړۍ ته هم خطر دی

AP ۱۴۰۳ کب ۱۴

جرمني د افغان ښځو د حقونو له ملاتړه خپله ژمنتیا یو ځل بیا اعلان کړه او د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو له منځه وړو کنوانسیون د مکلفیتونو په اړه یې د مدني ټولنې مشورتي غونډه جوړه کړه.

دا غونډه چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تنظیم کړې وه، د افغان مدني ټولنې استازي، د بشري حقونو فعالان او نړیوال شریکان یې سره راټول کړل چې د طالبانو د ښځضد پالیسیو په اړه بحث وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بیربوک په خپله کلیدي وینا کې د طالبانو نوي فرمان ته اشاره وکړه چې له مخې یې د کورونو د احاطې او پخلنځي شاوخوا دیوالونه باید هیڅ کړکۍ ونه لري.

هغې وویل، « طالبان د افغان ټولنې ۵۰ سلنه نفوس ته یو ټولنیز زندان جوړوي، یوازې د دې لپاره چې دوی ښځې دي».

په دې غونډه کې افغان ښځو ته موقع ورکړل شوه، چې خپلې کیسې له نړیوالو سره شریکې کړي.

د بشري حقونو وکیلانې، ژورنالېستانې، ښوونکې او ډاکترانې او هغه ښځې چې د طالبانو له خوا له عامه ژونده ایستل شوې دي، په دغو بحثونو کې شاملې وې.

بیربوک ټینګار وکړ چې جرمني افغان ښځې نه‌دي هیرې کړې او دا چې نړۍ به د دوی درد ته پاملرنه کوي. هغې وویل، جرمني به له طالبانو سره همکاري ونه کړي، خو بشري مرستې به دوام لري.

طالبان به ځواب وايي

جرمني له استرالیا، کاناډا او هالنډ سره یو ځای د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې یوه نړیواله حقوقي هڅه پیل کړه چې طالبان له ښځو سره د تبعیض د هرې بڼې له منځه وړو کنوانسیون ته ځواب ویونکي وګرځوي.

بیربوک د هغو نړیوالو حقوقي ګامونو یادونه وکړه چې تر اوسه پورته شوي.

هغې د یوه افغان ډيپلوماټ د خبرو پخلی وکړ، چې دا د فرهنګي تفاوتونو یا دودونو مساله نه‌ده. دا د انسانانو د یوځای ژوند کولو اساسي اصول دي».

بیربوک دا هم روښانه کړه چې هیڅ هېواد د ښځو د حقونو له کمزوري کېدو خوندي نه‌دی. هغې وویل چې حتاپه جرمني کې د ښځو حضور په پارلمان کې ۲۰ کاله شاته تللی.

هغې زیاته کړه، « د ښځو حقونه د ټولنې د حالت معیار دی. که موږ د افغانستان په څېر د بشري حقونو تر ټولو شدیدې سرغړونې له پامه وغورځوو، نو دا نورمال ګرځوو».

هغې زیاته کړه، « طالبان په ښکاره د ټولنې نیمایي برخه، یوازې د ښځو د ښځمنتیا له امله، د یو ټولنیز زندان په څېر جوړولو بوخت دي. د تیارو او چوپتیا، د یوازیتوب او ظلم یو زندان.یو زندان چې باید د نړۍ له سترګو پټ وساتل شي، موږ ښايي دا اصطلاحات وکاروو، ټولنیز محوه کول، د بشریت پر ضد جرمونه، جنسیتي ځورونه یا لکه څنګه چې ډېر خلک ورته د جندر اپارتاید وايي، خو حقیقت دا دی چې هېڅ یوه اصطلاح د دې جرمونو شدت نه شي څرګندولی».

طالبان یې غلې کوي، خو موږ د افغان ښځو غږ اورو

هغې وویل، « طالبان غواړي د ښځو غږونه خاموش کړي، خو موږ به یې واورو».

بېربوک د تیر کال په جولای کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر تر نوم لاندې محدودیتونو ته اشاره وکړه، چې د ښځو د عامه غږ اورېدل یې منع کړل او همدا میاشت یې یوه ښځینه راډیو بېګم وتړله.

هغې وویل، طالبان یو په بل پسې ښځې له ټولنې حذف کوي، خو زیاته یې کړه، چې جرمنی افغان ښځې نه هېروي.

بېربوک په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې جرمنی لا هم افغانانو ته بشري مرستې ورکوي، خو« له طالبانو سره له همکارۍ پرته، بلکې د نړیوالو مؤسساتو له لارې».

هغې جرمني ته تر خطر لاندې افغانانو د انتقال په اړه وویل، چې ځینې جرمنیان یې هم مخالفت کوي، خو ددې په باور دا سم کار دی او « دا یوازې د هغو خلکو د خوندي کولو خبره نه ده چې طالبان یې ځوروي، بلکې د جرمني د امنیت له پلوه هم مهمه ده».

هغې زیاته کړه، « ځکه موږ باید روښانه کړو چې د طالبانو رژیم خپل خلک وېروي او د ټولنې نیمایي برخه یې غلې کړې، موږ باید دا هم روښانه کړو چې دا رژیم نورو ته هم یو ګواښ دی ځکه موږ د دې خلکو او د نړۍ د امنیت، دواړو مسوولیت لرو، ځکه بشریت نه‌شي وېشل کېدای».

په ورته وخت کې بېربوک دا هم وویل، چې طالبان قانوني ځواب ویلو ته حاضرول یو اوږد او پېچلی بهیر دی، خو له سوریې سره د پرتلنې په رڼا کې یې زیاته کړه، چې صبر او مقاومت پایله ور کوي.

هغې وویل، چې دوی به پر طالبانو خپل ټول فشارونه وکاروي، چې یوه ورځ رڼا بېرته راشي او د ملیونونو افغانانو چوپ شوي غږونه د هرات، کندهار او کابل په کوڅو کې یو ځل بیا واورېدل شي او افغانې ښځې او نجونې بالاخره ازادې شي.

غونډه د نړیوالې همغږۍ په غږ سره پای ته ورسېده، په داسې حال کې چې نړۍ د مارچ اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې نمانځلو ته چمتو کېږي.

نور خبرونه

رادیو