اسراییل غزې ته د بشري مرستو د لیږد مخه نیولې

AP ۱۴۰۳ کب ۱۲

اسراییل د یکشنبې په ورځ غزې ته د بشري مرستو بار لاریو د ننوتلو مخه نیولې ده، ځکه د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند لومړی پړاو پای ته رسیدلی او تل ابیب د ۴۲ ورځني موقت اوربند غوښتنه کړې. پر همدغه مهال حماس د مصر او قطر له منځګړو د مداخلې غوښتنه کړې ده.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې دوی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازي سټیو ویټکوف له خوا د روژې په میاشت او د یهودانو په فسح کې په غزه کې د لنډمهاله اوربند وړاندیز منلی دی.خو حماس دا موقت اوربند رد کړی.

رویټرز وايي، که حماس هم موافقه وکړي، نو اوربند به د مارچ تر ۳۱مې شاوخوا د روژې تر پایه او د اپریل تر ۲۰مې شاوخوا د یهودانو د فسح تر رخصتۍ پورې وغځیږي.

د اوربند شرط دادی چې حماس به د اوربند په لومړیو کې یو شمېر ژوندي یرغمل او مړي اسراییل ته وسپاري او ددایمي اوربند توافق ته له رسیدو وروسته به پاتې نور یرغمل شوي د موقت اوربند تر پای ته رسیدو خوشي کوي.

حماس ویلي، د لومړني توافق له مخې، چې اوربند د دایمي سولې په موخه دویم پړاو ته داخل شي ژمن دی، خو ۴۲ ورځنی موقت اوربند یې رد کړی دی.

د حماس یوه لوړ پوړي چارواکي سمیع ابو ظهري د اسراییل له لوري غزې ته د توکو د ځنډولو په اړه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا پریکړه به د اوربند په خبرو اترو اغیزه ولري.

د نتنیاهو دفتر وايي:«اسراییل به د خپلو یرغمل شویو کسانو له خوشې کیدو پرته اوربند ته اجازه ورنه کړي» او وايي، چې غزې ته به د ټولو توکو او اکمالاتو ننوتل ودرول شي.

پر همدغه مهال حماس د اسراییل دا اقدام "توهین" او "د تړون پر وړاندې یوه ښکاره کودتا" بللې ده.

حماس په یوه بیان کې ویلي: «موږ پر منځګړو غږ کوو چې پر اشغالګرو فشار راوړي چې د تړون له مخې خپلې ژمنې په ټولو مرحلو کې پوره کړي.»

پر همدغه مهال په شمالي او سوېلي غزه کې سیمه ییزو روغتیایی چارواکو ویلي، چې د اسراییل د ډزو له امله په جلا جلا بریدونو کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي.

خو د اسراییل پوځ ویلي، چې د غزې په شمال کې د دوی سرتیرو ته نږدې شکمنو کسانو ماین ځای پرځای کاوه او دوی د ګواښ د له منځه وړلو لپاره هوايي برید کړی.

نور خبرونه

رادیو