د افغانستان په ګډون د نړۍ د شپږو هېوادونو پناه غوښتونکو د ټرمپ له ادارې څخه د امریکا د لنډ مهاله اوسېدو ویزو یا پرول پروګرام د لغوه کولو له امله شکایت کړی.
ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتو یوه ورځ وروسته د پرول بشردوستانه ویزې پروګرام وځنډاوه.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دغه شکایت د جمعې په ماسښتن ثبت شوی دی.
شکایت کوونکي د هغه بندیز لغوه کول غواړي، چې ۸۷۵ زره کډوالو ته یې امریکا متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه ورکوله.
دغه پناه غوښتونکي د اوکراین، افغانستان، کیوبا، هایټي، نیکاراګوا، او وینزویلا هېوادونو څخه دي.
د ټرمپ حکومت د هغو قانوني لارو لغوه کول پیل کړي، چې پناه غوښتونکو امریکا ته د داخلېدو اجازه ورکوي.
همداراز د ټرمپ نوی حکومت غواړي، د خپلو انتخاباتي ژمنو د عملي کولو لپاره میلیونونه هغه کسان له هېواد څخه وباسي، چې په ناقانونه ډول په امریکا کې ژوند کوي.
په دغو شکایتکوونکو کې ۶ تنه هغه پناهغوښتونکي دي، چې په قانوني توګه امریکا ته داخل شوي او دوه نور امریکایان دي چې د کډوالو ملاتړ کوونکي دي.
دا شکایت د "بشري حقونو لومړیتوب" په نوم سازمان لهخوا د ماساچوست فډرالي محکمې ته وړاندې شوی او د شکایت یوه کاپي یې مخکې له مخکې اسوشیېټېډ پرېس ته سپارل شوې ده.
شکایت کوونکي دا حق لري، چې د بشري امتیاز د مودې تر ختمیدو په امریکا کې پاتې شي، خو حکومت د پناه غوښتنې ویزو او نورو هغو غوښتونو د پروسس مخه نیولې، چې د دوی د اوږدمهاله اقامت سبب کېدای شي.
د شکایت کوونکو په ډله کې یوه اوکراینۍ جوړه د مکسیم او ماریااو عمر شامل دي، چې له ۱۸ کلونو ډېر یې د امریکا له پوځ سره په افغانستان کې کار کړی دی.
کایل وارنر چې په واشنګټن کې یو ډاکټر او پانګهوال دی او د لسګونو وینزویلايي پناه غوښتونکو مالي ملاتړ یې کړی، اسوشیېټېډ پرېس ته ویلي: «دوی هېڅ ناقانونه کار نهدی کړی، دوی د قانون پیروي کړې، دا یوه لویه بېعدالتي ده..»
د دې پروګرام لغوه کېدل د هغو پناه غوښتونکو لپاره جدي ننګونې رامنځته کړي، چې د امریکا متحده ایالاتو ته د خپل امنیت د خوندي ساتلو لپاره راغلي دي.
دغه اقدام د کډوالۍ قانوني لارې محدودې کړي او ډېر پناه غوښتونکي یې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.
د امریکا د کډوالۍ قانون له مخې، د کورني امنیت وزیر دا صلاحیت لري، چې ځینو کسانو ته چې د امریکا تابعت نه لري «مشروطه ازادي) ورکړي، ترڅو د ځانګړو دلایلو له مخې، امریکا ته د لنډې مودې لپاره داخل یا پاتې شي.
ټرمپ د خپل کار په لومړۍ ورځ د مشروطې ازادۍ د دغه پروګرام د بندولو امر وکړ.
ټرمپ په هماغه ورځ، چې خپلې دندې ته بېرته ستون شو، د "ازادۍ مشروط پروګرامونو" د پای ته رسولو امر ورکړ.
پر کډوالۍ د ټرمپ د بندیزونو تګلارې نه یوازې د زرګونو افغان کډوالو ژوند اغېزمن کړی؛ بلکې د امریکا نړۍوالو بشري ژمنو ته یې هم زیان رسولی.