د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه او چټک توپ اچوونکي نوین الحق د ښي اوږې په برخه کې د ستونزې له امله عملیات ترسره کړي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه عملیات په بریا سره پای ته رسېدلي دي.
د افغانستان کرېکټ بورد په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې نوین الحق له یوې مودې راهیسې د ښي اوږې د یوې برخې له درده رنځېده، چې له امله یې له اړوند ډاکټر سره د سلا مشورې له مخې باید عملیات کړي وای.
کرېکټ بورډ لیکي، تېره ورځ د نوموړي د ښي اوږې د اړوند برخې عملیات په انګلستان هېواد کې په بریا سره ترسره شو.
باید وویل شي، چې د ډاکټر له سپارښتنې سره سم به نوموړی له درې-څلورو اونیو تر درملنې لاندې وي او له هغه وروسته به یې بیا په یاد هېواد کې د اړوند ډاکټر له لوري درملنه کېږي.
نوين الحق د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه کرېکټ چټک توپ اچوونکی دی، چې د افغانستان د ملي لوبډلې ترڅنګ د نړۍ په بېلابېلو تجارتي سیالیو کې هم لوبې ترسره کوي.