د پاکستان جیونیوز خبر ورکړی، چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد ادارې په حقانیه مدرسه کې د پروني ځانمرګي بریدګر د زخمي څېرې انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې که هر چا د یاد بریدګر د هویت په اړه معلومات ورکړل نو ۵ لکه کلدارې په انعام ورکړي.
تېره ورځ جمعه د پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ د اکوړه خټک مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیه مخې په یوه ځانمرګي برید کې د دغې مدرسې د مشر مولانا حامد الحق په ګډون پنځه تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شوي.
بلخوا بیا پاکستاني پوځ ته منسوبې خراسان ډایري په ایکس پاڼه د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې له قوله د اړیکو دوه شمېرې هم خپرې کړي او ویلي دي، چې د معلوماتو ورکوونکي هویت به پټ ساتل کېږي، او هر چا چې د یاد بریدګر د نوم، د پلار نوم او د اصلي اوسېدو ځای په اړه معلومات ورکړل، د ترهګرۍ ضد اداره به ۵ لکه کلدارې انعام ورکړي.
حقانیه مدرسه چې د اکوړي مدرسې په نوم هم پېژندل کېږي، یو له مشهورو اسلامي تعلیمي موسسو څخه ګڼل کېږي، چې په ۱۹۴۷م کال په سپتمبر کې د مولوي عبدالحق له خوا تاسیس شوې ده.
د حقانیه مدرسې په ښونیز نصاب کې د قران کریم، حدیث، فقه، عربی ادب، او د اسلامي تیورۍ په شمول ګڼ اسلامي علوم شامل دي، خو په یادې مدرسې د ترهګرۍ او طالبانو د ملاتړ تورونه هم له خلکو پټ نه دي.