ټرمپ هېګسټ ته: له افغانستانه د نامنظمه وتلو ټول مسوول جنرالان ګوښه کړه

AP ۱۴۰۳ کب ۸

د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل دفاع وزیر پېټ هېګسټ څخه غوښتي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې ښکېل ټول جنرالان له دندو ګوښه کړي.

ټرمپ او هېګست د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د کابینې په غونډه کې ویلي، چې دوی له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو ناکام بهیر ارزوي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «زه به د دفاع وزیر ته ونه‌ وایم چې څه وکړي، خو که د ده پر ​​ځای وای، ټول مې له دندې ګوښه کول. فکر نه کوم چې د افغانستان په قضیه کې ښکېل جنرالان به ترفیع وکړي، ډېری به یې استعفا ته اړ شي.»

ټرمپ او هېګسټ د کابینې په غونډه کې ویلي، چې له افغانستانه د ناکامه وتلو بهیر ټول اړخونه ارزوي او هغوی به د مخکېني حکومت برعکس، په دې برخه کې ځواب‌ویونکې وي.

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ د دې غونډې پرمهال د ډونالډ ټرمپ په حضور کې وویل: «موږ له افغانستانه د ناکامه وتلو ټول اړخونه په بشپړ ډول ارزوو او اراده لرو چې ټول مسوولیت یې پر غاړه واخلو.»

ډونالډ ټرمپ په دې غونډه کې یو وار بیا له هغو کسانو څخه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو کې ښکېل وو، پر ځواب‌ویلو ټینګار کړی دی.

همداراز، نوموړي ویلي، هغه کسان چې د امريکايي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې مسوولان دي باید له دندو ګوښه شي.

ټرمپ له افغانستانه د امریکا وتل «وحشتناک» بللي او زیاتوي : «زه د هغو ۱۳ کسانو له کورنۍ سره چې وژل شوي، وغږېدم. هېڅوک د هغو کسانو په تړاو چې په شدید ډول ټپیان شوي، خبرې نه کوي. د هغوی لاسونو، پښو او مخونو زیان لیدلی او د بدن غړي یې له لاسه ورکړي. د دغه وتلو مدیریت واقعا وحشتناک و.»

د یادونې ده، چې شاوخوا درې‌نیم کاله مخکې د کابل هوايي ډګر دروازې مخې ته د داعش وسله‌والې ډلې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۷۰ ملکيان وژل شوي وو.

نور خبرونه

رادیو