الجزیرې په یوه مطلب کې لیکلي، چې پاکستان له «بنسټپالنې او تاوتریخوالي» سره د مبارزې لپاره یوه نوې تګلاره وړاندې کړې، چې هدف یې د احتمالي وسیلو په کارولو سره د بنسټپالنې او تاوتریخوالي ډېرېدو په وړاندې مبارزه بلل شوې ده.
دغه تګلاره، چې په پوځي تاکتیکونو سربېره، د ښوونځیو په نصاب کې بدلون او د ټولنیزو رسنیو په کنټرول راڅرخي، داسې مهال را وړاندې کېږي، چې په پاکستان کې تاوتریخوالی او وژونکي وسله وال بریدونه مخ پر زیاتېدو دي.
د یادې تګلارې لومړی ګام، «بیا کتنه» ده چې د تعلمي نصاب اصلاح، د ځوانانو او نفوذ لرونکو لکه ښوونکو او مذهبي مشرانو ښکیلول، چې په ټولنیزو رسنیو کې د بنسټپالنې او افراطیت پر ضد ملي روایت غښتلی کړي.
په اسلام اباد کې د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز ویلي، ۲۰۲۴ کال په نږدې یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره ترټولو خونړی کال و.
د دغه مرکز شمېرې ښيي، چې ۲۰۲۴کال پاکستان کې په بریدونو کې ۲۵۲۶ کسان وژل شوي، چې شاوخوا ۷۰۰یې امنیتي ځواکونه، تر ۹۰۰ ډیر ملکي وګړي او شاوخوا ۹۰۰ وسله وال شامل دي.
یاد څېړنیز مرکز زیاتوي، چې د دغو بریدونو ډیره برخه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي لهخوا ترسره شوي.
د پاکستان د ملي پراختیا او څېړنو مرکز یو غړی، ډاکټر دایب ګیلاني، الجزیرې تلویزون ته ویلي، چې پاکستان دغې تګلاره ته ورته ډیر نور چوکاټونه هم تر دې وړاندې رامنځته کړي وو، خو په دغې نوې تګلاره کې بدلون دا دی، چې په ټولنه کې د بنسټپالنې او تاوتریخوالي پر ضد مبارزه کوي، ترڅو د افراطیت د زیاتوالي مخه ونیسي.
ښاغلي ګیلاني، الجزیرې سره په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي:«د ترهګرۍ پر وړاندې تش په نامه جګړې موږ ته دا ښودلې، چې یوازې پوځي عملیات دوامداره تګلاره نه ده، او دا لنډمهاله لاسته راوړنې دي.»
ښاغلی ګیلاني وایي، چې د بنسټپالنې او افراطیت پر ضد ملي پالیسي په ۲۰۱۹ کال کې چمتو شوې وه، خو په هېواد کې سیاسي بې ثباتي د دې لامل شوه، چې تر۲۰۲۴ کال پورې یاده پالیسي وځنډوي، او په تېر ډیسمبر کې د لومړي وزیر شهباز شریف کابینې تصویب کړه.
ډیری د سیاسي چارو شنوونکي وایي، د پاکستان د دې تګلارې جزیات خورا ګټور دي،خو د پوځ د مشرتابه د امر لاندې پلي کول به یې ستونزمن وي.
کارپوهان په دې باور دي، چې د بنسټپالنې او ترهګرۍ ضد تګلاره، لکه څنګه چې ښکاري یو نوی پلان دی، خو په حقیقت کې دا د تېرو تګلارو د دوام یوه لړۍ ده.