د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې ترهګریزو بریدونو ته په غبرګون کې د امریکا په مشرۍ نړۍوال اېتلاف د همدې کال په اکټوبر میاشت کې پر افغانستان برید وکړ.
امریکا او متحدینو یې ډېر ژر د طالبانو سختدریځه رژیم نسکور کړ او د لوېدیځ ملاتړی حکومت یې واک ته ورساوه.
خو کله چې ټرمپ په ۲۰۱۷ کې واک ته ورسېد، جګړه د کړکېچ حالت کې وه.
د دې تر څنګ، امریکا هر کال ۲۷ میلیارده ډالره پر پوځي لګښتونو لګول، چې دا د ولسمشر لپاره یو ستر مالي فشار و.
له همدې امله ټرمپ هڅه وکړه، چې ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.
خو د ولسمشر د ملي امنیت ټیم چې ډېری غړي یې پخواني او اوسني جنرالان وو او ټرمپ ته یې شخصي وفاداري نه درلوده، هغه قانع کړ چې په افغانستان کې د امریکا ژمنې زیاتې کړي.
نوې ستراتیژۍ د طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي لپاره شرایط هم برابر کړل.
روان کال چې ټرمپ وکتل د پرمختګ هېڅ څرک نه شته، غوسه ورغله او پرېکړه یې وکړه چې له افغانستان څخه باید ووځي، نو ځکه دا ستراتیژي «مطلقه ناکامه» وه.
په همدې موده کې امریکا د افغان حکومت له ګډون پرته چې د طالبانو اصلي غوښتنه وه، له دې ډلې سره مستقیم مذاکرات پیل کړل.
دا خبرې، چې هدف یې د بینالافغاني مذاکراتو ته لاره هوارول وو، پر ځای یې افغان حکومت له بهیر څخه څنډې ته کړ.
په دې مذاکراتو کې ټرمپ څو ځله له افغانستانه د ناڅاپي وتلو ګواښ وکړ.
امریکایي چارواکو دغو دوامداره ګواښ ته "د ډیموکلس ټوېټ" نوم ورکړی و، معنا دا چې هر وخت یې امکان درلود چې ټرمپ پر ټوېټر (اوسني اېکس) اعلان وکړي، چې امریکا له افغانستان څخه وځي.
د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چې د ټرمپ سخت پلوی و پوهېده، چې ولسمشر هر وخت د مذاکراتو درولو پرېکړه کولی شي، نو ځکه یې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ته امر وکړ، چې په هره بیه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
د پنټاګون یوه پخواني لوړپوړي چارواکي چې په مذاکراتو کې شامل و ویلي، چې پومپیو او خلیلزاد هېڅ "سره کرښه" نه لرله، ځکه دوی باور درلود چې «هر ډول توافق د توافق نه کولو څخه بهتر دی.»
خلیلزاد د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پروسه پرېښوده او یوازې د طالبانو سره د هوکړې لپاره یې کار وکړ، دا چاره د افغان حکومت نارضایتي زیاته کړه.
همدا راز ټرمپ د اشرف غني سره د خپلو پلانونو په اړه هم ډېره کمه مشوره کوله.
پر دې ستونزو سربېره ټرمپ څو ځله په عامه توګه اعلان وکړ، چې غواړي امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
دا څرګندونې د خلیلزاد موقف کمزوری کړ او طالبانو ته یې د لا سخت دریځۍ انګېزه ورکړه.
د امریکا-طالبانو هوکړه چې د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په دوحه کې لاسلیک شوه، د طالبانو په ګټه وه او د افغان حکومت پر زیان و.
خلیلزاد د طالبانو اصلي غوښتنې ته تسلیم شو، په دې معنا چې پلان جوړ وو، چې په ۱۴ میاشتو کې ټول امریکایي او اېتلافي ځواکونه ووځي.
د دې په بدل کې طالبانو ژمنه وکړه، چې افغانستان به د ترهګرو د پټنځای په توګه نه کاروي او له افغان حکومت سره به مذاکرات کوي.
خو د پنټاګون پخواني چارواکي ویلي: «دا له ناورین څخه ډک تړون یو فا» تړون و. دا نه یوازې د امریکا ګټو لپاره تاوان و، بلکې د افغانستان لپاره یې هم ستر زیان درلود.»
په پای کې، طالبانو د ترهګرۍ ضد ژمنې پوره نه کړې او بینالافغاني مذاکرات یې نیمګړي پرېښودل.
دا توافق طالبانو ته لاره هواره کړه چې کابل د زور له لارې ونیسي، که څه هم د جو بایډن ادارې تر نظر لاندې د ۲۰۲۱ کال ګډوډ وتل د افغان حکومت د سقوط لپاره وروستی ګوزار و.
له طالبانو سره د ټرمپ معامله، د امریکا د متحدینو ګټې ته تاوان و، مخالف لوري ته یې ډېر امتیازات ورکړل او دا پرېکړه د امریکایي لګښتونو د کمولو لپاره یوه ضعیفهپرېکړه وه.