په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر: د بهرنیانو برمته‌کول د طالبانو «کاروبار» دی

AP ۱۴۰۳ کب ۷

په افغانستان کې د امریکا متحده‌ایالاتو پخوانی سفیر رایان کروکر د طالبانو له خوا د دوو برېټانويانو نیول‌‌‌ کېدو ته په غبرګون کې وايي، چې برمته‌کول د دغې ډلې د «کاروبار» یوه برخه ده.

کروکر د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۷مه) اېنډیپېنډېنټ ته زیاته کړې: «برمته‌کول د طالبانو د کاروبار یوه برخه ده. دوی پخوا هم خلک برمته کړي او له دې وروسته هم دا کار کوي.»

ورته مهال، د لندن د کېنګز کالج یوه لوړپوړي څېړونکي هم ویلي، چې طالبان له برېټانیا څخه د باج‌اخیستنې په لټه کې دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د برېټانوي یوې جوړې نیول کېدل، قانون ته د طالبانو د نه‌درناوي یوه ښکاره بېلګه ده او دا بهرنیانو ته خبرداری دی چې ښايي هر څوک د دغې ډلې هدف وګرځي.

ډېپلوماټان او کارپوهان وايي، چې د دوو برېټانویانو نیول‌ کېدل پر برېټانیا د فشار راوړلو یوه هڅه ده.

همداراز، د لندن د کېنګز کالج د جګړې د مطالعاتو مرکز یوه لوړپوړي غړي ډېوېډ لیوېن هم د طالبانو دغه حرکت «په بشپړ ډول له سپکاوي ډک» چلند او د ښځو پر وړاندې «ناوړه» اقدام بللی دی.

نوموړي د بهرنیانو د برمته‌کولو سیاست د باج‌اخیستنې لپاره یو تکتیک بللی او ټینګار یې کړی، چې طالبانو په تېرکال کې یو ډېر بد او ځپونکی چلند غوره کړی دی.

په همدې حال کې د پیټر رینولډز کارکوونکو د هغه د روغتیا په تړاو اندېښمن دي.

د هغه یو کارکوونکی زیاتوي: «که پیټر او باربي سملاسي خوشې نه شي، ښايي پيټر خپل ژوند له لاسه ورکړي ځکه چې هغه درملو ته اړتیا لري او طالبان ورته د لاسرسي اجازه نه ورکوي.»

د یادونې ده، چې طالبانو یوه برېټانیانوي جوړه ۷۵ کلنه باربي او ۷۹ کلن پیټر رینولډز د الوتکې د کارونې له امله بندي کړې ده.

نور خبرونه

رادیو