د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف له تهران نه د لیدنې پرمهال وویل، چې روسیه، ایران، چین او پاکستان د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې ډلې په اډانه کې فعالیت کوي.
لاوروف وویل، « موږ په افغانستان کې د څلورو هېوادونو په بڼه کار کوو: ایران، روسیه، چین او پاکستان».
سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ تهران ته ورسېد.
د ایرنا د راپور له مخې، دواړو خواوو په مختلفو مسلو خبرې وکړې. عراقچي د افغانستان په اړه وویل: « په افغانستان کې پرمختګونه زموږ او روسیې لپاره د توجه وړ دي. موږ تل په دې اړه دوامداره بحثونه کړي دي او موږ اراده لرو چې په دې اړه نورې مشورې هم وکړو».
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له سرګي لاوروف سره په ناسته کې وویل چې تهران او مسکو د افغانستان تحولاتو ته ځیر دي. عباس عراقچي زیاته کړه چې دواړه هیوادونه د افغانستان په اړه خبرې اترې او مشورې جاري ساتي.
د ایران ایرنا خبري اژانس د سه شنبه په ورځ خبر ورکړی، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د خپل ايراني سيال عراقچي په بلنه تهران ته تللی.
په خبر کې ویل شوي، چې سرګی لاوروف د دوه اړخيزو اړيکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون د تطبیق په موخه د عراقچي په بلنه تهران ته سفر کړی.
د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د جنوري په ۱۷مه په مسکو کې د هر اړخیزو ستراتيژيکو همکاريو د اړیکو د کچې د ښه کولو تړون امضاء کړ.
ایرنا ویلي، چې د دواړو خواوو خبرې اترې به د انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د مهمو ګډو پروژو د پلي کولو په برخه کې د متقابلو ګټو، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر لا پراختیا متمرکزې وي.
ایرنا په روسیه کې د ایران د سفير کاظم جلالي له قوله د همدې سفر د ارزښت په اړه ویلي: « په دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو کې به بيلابيل موضوعات وڅیړل شي.»
د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم ایران ته د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سفر د نړيوالو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشورو د زياتېدو په برخه کې مهم وباله.
ایرنا خبري اژانس زياتوي، چې سرګي لاوروف همدې سفر ته په اشاره ليکلي: «تمه ده چې دواړه خواوې به د سوریې، جنوبی قفقاز، افغانستان، یمن، د فارس خلیج د سیمې د حالاتو او د ختیځې سمندر د موضوعاتو د حل په ګډون به د ځینو مهمو نړیوالو مسایلو په اړه خبري وکړي او د ایران د اټومي پروګرام (برجام) د وضعيت په اړه به هم بحث وکړي.»
ویل کيږي، چې سرګي لاوروف به د همدې سفر پر مهال د نورو ایراني لوړ پوړو چارواکو سره هم ليدنې تر سره کړي.