د پاکستان لومړی وزیر د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه ازبکستان ته لاړ

AP ۱۴۰۳ کب ۷

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف له ازبکستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د دوه ورځیني رسمي سفر لپاره تاشکند ته تللی دی.

دغه وزارت په خپل بیان کې زیاته کړې، چې شریف د سې‌شنبه په ورځ (د کب ۷مه) ازبکستان ته له رسېدو سره سم د دغه هېواد د لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف له هرکلي سره شوی دی.

ورته مهال، شهباز شریف د اېکس‌پاڼې له لارې په پیغام کې د ازبکستاني چارواکو له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ لیکلي دي: «ازبکستان چې د منځنۍ اسیا تاج ګڼل کېږي، له خپلو تاریخي ښارونو، بې‌ساري هنر او غوره معمارۍ سره تاریخ ته ژوند بخښي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان پر بنسټ، شهباز شریف به د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره وګوري او د دوه‌اړخیزو همکاریو په تړاو به خبرې‌اترې وکړي.

سیمه‌ییزې اړیکې، اقتصاد، سوداګري، پانګونه، انرژي، دفاع او امنیت، سیمه‌ییز ثبات او زده‌کړې د دې خبرو‌اترو اصلي محورونه بلل کېږي.

له شهباز شریف سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ګډون د پاکستان د کابیني لوړپوړي چارواکي ملتیا کوي.

د یادونې ده، چې پاکستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

په ۲۰۲۳زېږدیز کال کې دواړو هېوادونو د ۱ مېلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز تړون لاسلیک کړ او د صنعتي همکارۍ د لارې نقشې د جوړونې په ګډون یې د نورو همکاریو پلانونه هم جوړ کړي دي.

نور خبرونه

رادیو