د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر وايي، له هاګ محکمې د طالب مشر او لوی قاضي د نیولو غوښتې افغان ښځواو نجونو ته مورال ور کړ.
ریچارډ بېنېټ د اسپانیا پلازمېنه ماډریډ کې د هرات ۱۲ امنیتي غونډې ته دا خبرې وکړې.
هغه وویل، د هاګ محکمې د څارنوال غوښتنې افغان ښځو او نجونو ته چې له بل هر چا ډېرې د طالبانو محدودیتونو اغېزمنې کړې، دا هیله او مورال ور کړ چې د خپلو حقونو د ترلاسولو لپاره مبارزه روانه وساتي.
د ښاغلي بېنېټ په خبره، له کلونو ویل کېدل چې ویل او غندل بس نه دي، د طالبانو د بندیزونو مقابل کې باید یو کار وشي، د طالب مشرانو د جلب غوښتنه بالاخره پر دې لار یو عملي ګام دی.
هغه دا هم وویل چې د طالب مشرانو د جلب حکم له نړۍ سره د دوی د حکومت د اړیکو ښه والی او رسمیت پېژندل سختوي او نړۍ ته دا پیغام ور کوي چې دا ډله لا هم تر رسمیت پېژندلو پورې واټن لري.
د هرات امنیتي کنفرانس دولسم پړاو نن دوشنبه د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د «افغانستان: د هیلو د بیا راژوندي کولو ګډې هڅې» په سرلیک یل شو او ټاکل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ په وینا، په دغه غونډه کې سیاسي شخصیتونو، د افغان حکومت پخوانیو چارواکو او د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو استازو ګډون کړی دی.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د غونډې په مهمو موضوعاتو کې به په نړۍوال سیاست کې د افغانستان دریځ، د ترهګرۍ ګواښ او د هېواد په راتلونکې کې د ډیپلوماسۍ رول شامل وي.