د افغان خبریالانو مرکز: «بېگم» او «ځوانان» راډیوګانې لا هم تړلې دي

AP ۱۴۰۳ کب ۵

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له اعلان سره، لاهم « بېګم او ځوانان» راډيوګانې تړلې دي.

یاد مرکز وايي چې د دواړو راډیوګانو نیول شوي کارکوونکي هم تر اوسه د طالبانو په زندان کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن یکشنبه د کب ۶مه وویل، ، چې دوی د طالبانو له نوي حکم څخه، چې د بېګم او ځوانان راډیوګانو د بیا پرانېستلو اجازه ورکوي، هرکلی کوي خو د ټولیزو رسنیو قانون خلاف کړنو ته د هغوی مجبورول او په بند کې د یادو رسنیو د کارکوونکو بند ساتل غندي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د دغه وزارت د خپرونو چارو معینیت «د بیگم او ځوانان راډیو د مسوولینو له پرله پسې غوښتنو وروسته په دې شرط چې خپرونې به د طالبانو او د خبریالۍ له اصولو سره سمې ترسه کوي او په راتلونکي کې به له هر ډول سرغړونو ډډه کوي، د بیا پرانیستلو اجازه ورکړې ده».

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د استخباراتو ریاست له مسوولانو غواړي، چې د بېګم او ځوانانو راډیو نیول شوي خبریالان ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته، خوشې کړي.

د بېګم راډیو دفتر د روان کال د سلواغې پر ۱۶مه د طالبانو استخباراتو ریاست د کارکوونکو له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ملتیا وتړل شو.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ادعا کړې وه، چې بېګم راډیو، د «بیلابېلو سرغړونو» ترڅنګ، له هېواده بهر یوې ټلویزیوني شبکې لپاره رسنیز مواد او پروګرامونه چمتو کول. طالبانو ویلي و، چې د یادې رسنۍ دفتر یې له «پالیسۍ څخه د سرغړونې» او «له کاري جواز څخه د ناوړه ګټې اخیستنې» له امله تړلی دی.

په همدې ورځ د ځوانان راډیو دفتر، چې له بیگم راډیو سره یې په یوه ودانۍ کې د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې فعالیت درلود، هم وتړل شو.

بېګم راډیو د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه میاشتې وړاندې په کابل کې پرانیستل شوې وه او ځوانان راډیو بیا له ۱۳۹۰ کال راهیسې فعالیت کوي.

نور خبرونه

رادیو