د کوسټاریکا حکومت له امریکا څخه د افغانانو په ګډون د ایستل شويو کډوالو لومړۍ ډله ومنله

AP ۱۴۰۳ کب ۴

د رویټرز اژانس د خبر له مخې، دغه اقدام له واشنګټن سره د کوسټاریکا د هغه تړون یوه برخه ده، چې له مخې به یې په موقتي ډول تر ۲۰۰ پورې کډوال مني، چې له امریکا ایستل کیږي.

له امریکا څخه کوسټاریکا ته د کډوالو دغه ۲۰۰ کسیزه ډله تېره ورځ لېږدول شوې ده.

د کډوالو دغه چوپه، د ناقانونه کډوالو په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستيو پرېکړو یوه برخه ده.

رویټرز خبري اژانس ويلي، چې د ناقانونه کډوالو دغه وروستۍ ډله له سان ډیاګو او کلفرونیا څخه ایستل شوي او د کوسټاریکا پلازمینې سان جوز ته لېږدول شوې ده، چې له هغه ځایه به د موټرو په واسطه د پاناما پولې ته نږدې د کډوالو کمپ ته واستول شي.

د کوسټاریکا د امنیت مرستیال عمر بادیلا د سان جوز په هوایيډګر کې خبریالانو ته وویل، چې یادو کډوالو ته تر یوې میاشتې پورې په کوسټاریکا کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې، چې په دې موده کې به چارواکي خپلو هیوادونو ته د دوی په خپله خوښه د ستنیدو همغږي وکړي.

ښاغلي بادیلا وویل، «ډیری یې غواړي خپلو هېوادونو ته ستانه شي. هغه زياته کړه چې د هغو کسانو دوسيې به په جلا توګه وڅېړل شي چې نه غواړي بېرته ستانه شي.»

په دغه ډله کې چې ټولې یې کورنۍ دي، د افغانستان، ازبکستان، چین، ارمنستان، ترکیې، روسیې، ګرجستان، ویتنام، اذربایجان، ایران، اردن، قزاقستان او ګانا وګړي شامل دي، چې نهه تنه په کې افغانان دي.

دا لا روښانه نه ده، چې د شړل شویو افغان کډوالو راتلونکي به څه وي، خو په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو ورسته ډیرې افغانان د طالبانو له ویرې هېواد پرېښودو ته اړ شول.

نور خبرونه

رادیو