پاکستاني پولیسو د بشري حقونو فعاله زهرا موسوي نیولې ده

AP ۱۴۰۳ کب ۴

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ غړې او د بشر حقونو فعاله زهرا موسوي د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو له خوا نیول شوې او له دې هېواد څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ ده.

د زهرا موسوي خاوند سید محمود قاسمي افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «پولیس په شخصي جامو کې راغلل چېرته چې موږ ژوند کوو، زه پټ شوم خو پولیسو مې له مېرمن نه اسناد وغوښتل، دا چې د هغې د ویزې وخت پوره شوی و، نو ویې نیوله او بندي یې کړه، د څه وخت لپاره د پولیسو په موټر کې وه خو په نهه بجې د نورو کډوالو سره حاجي کمپ ته انتقال شوه».

قاسمي وویل: «له ټولو هغو ادارو سره مو اړیکه ونیوله چې د کډوالو په برخه کې کار کوي، خو تر اوسه یې مثبت خبر نه دی ترلاسه کړی.»

نوموړي زیاته کړه: « له حاجي کمپ څخه راته معلومات راکړل شول، چې دوه ورځې رخصتي ده او دوه ورځې وروسته به یې په اړه پرېکړه کېږي، زه نه پوهېږم چې دوی د دې اراده کړې چې ډېپورټ یې کړي او که څه».

د بشري حقونو فعاله راحل تلاش چې د زهرا موسوي ملګرې ده، له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل:« زهرا موسوي په براکاو کې د پولیسو له خوا نیول شوې او کمپ ته انتقال شوې چې ډېپورټ شي، زه هیله لرم چې د زهرا موسوي لپاره هڅې وشي تر څو د هغې د ډېپورټ مخه ونیول شي».

راحل تلاش وویل، چې زهرا موسوی له دوه نیم کلنې لور سره یې کمپ ته وړل شوې.

نوموړې زیاته کړه: «د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د ښځو د حقونو فعالانو نیول او ډېپورټ کول په دې معنا ده، چې دوی مخامخ مرګ ته ور لېږل کېږي، ځکه د ۲۰۲۱ کال وروسته چې چا هم افغانستان پرېښی، یوازې د ژوند د خوندي کولو لپاره یې دا کار کړی».

اغلې تلاش وویل، د بشري حقونو نړۍوالې ادارې او ملګري ملتونه باید د کډوالو په زور بېرته ستنولو په اړه اقدام وکړي تر څو ددغه ناورین مخه ونیول شي.

یاده دې وي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي او لا هم روان دي، کور په کور د افغانانو لټه روانه ده، نیول کېږي او اکثر یې بېرته افغانستان ته لېږل کېږي، د پولیسو له دغه اقداماتو داسې خبرونه هم ترلاسه شوي چې ویزه لرونکي افغانان هم د پیسو لپاره زورول شوي او د بېرته ستنولو ګواښونه ورته شوي دي.

نور خبرونه

رادیو