ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د محکمې د حکم پر اساس په یزد ښار کې د خوراکي توکو د تولید یوه فابریکه د بې اسنادو کډوالو د ګمارلو له امله تړل شوې.
محکمې ویلي، چې د دې فابریکې مدیرانو د بې اسناده کډوالو د نه استخدام په اړه خبرداری له پامه غورځولی دی.
ايراني رسنيو د شنبې په ورځ (د کب ۴مه) خبر ورکړ، چې دغه فابريکه د خوراکي توکو د توليد په برخه کې فعاله وه.
ویل کیږي چې دغې فابریکې یو شمیر کډوال په کار کړي وو.
د مهریز روغتیایي شبکې مخکې اعلان کړی و، چې شرکتونه او کارورکونکي حق نه لري، چې د اوسېدو له اسنادو پرته کډوال د خوراکي توکو د تولید په سکتور کې وګماري.
دې شبکې خبرداری ورکړی و هغه سوداګر، چې له دې حکم سرغړونه کوي محکمې ته به حاضر شي او د دوی د سوداګرۍ شرکتونه به وتړي.
ایران د افغان کډوالو لپاره کاري شرایط خورا سخت کړي دي.
ایراني چارواکو ويلي، هغه کاروال چې افغان کډوال استخداموي د یوه کارګر د معاش پنځه برابره جریمه کېږي.